1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وحيد عمر: کرزی د ټاکنو د باطلېدو صلاحيت نه لري

۱۳۸۹ آذر ۲۲, دوشنبه

نن د ولسمشر حامد کرزي ویاند که څه هم له ټاکنو څخه را منځ ته سوي سیاسي لانجه د یوې ولسواکي ټولني مشخصه وبله خو ټینګار یې وکړی چې ولسمشر کرزی به هیڅ کله هم په دغو لانجو ورګډ نسي او همداسي به د قانون پریکړو ته درناوی وکړي.

https://p.dw.com/p/QX5e
د ولسمشر وياند وحيد عمر
د ولسمشر وياند وحيد عمرانځور: DW/Farahmand

که څه هم د افغانستان لوی څارنوالۍ او د ټاکنو کمېسیونو تر منځ د دوو میاشتو راهیسي لانجې رواني دي خو دغو شخړو هغه محال زور واخیست چي وړمه ورځ د لوی څارنوالۍ له لوري د ټاکنو د کمېسیونونو عالې رتبه مقاماتو ته د اعدام د سزا غوښتنه وسوه.

د ټاکنو کمېسیون د لوی څارنوالۍ دغه غوښتنه له غرضه ډکه بللي او د هغې تر شا یې د ځینو سیاسي او حکومتي کړیو د لاس درلودو خبره کړې ده.

په بربنډه توگه تر اوسه پوري د ټاکنو په بهیر کي د ولسمشر کرزي ددخالت څرک نه ښکاري خو سیاسي کړۍ د ټاکنو د ورستیو پایلو په اړه د څارنوالۍ غوره سوی دریځ د ولسمشر کرزي په اشاره بولې.

د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر په يوه خبري غونډه کي وویل چې دغه لانجې به هرو مرو د قانون له مخه هواریږي او ولسمشر د ټاکنو د پایلو د باطلیدو او نه باطلولو صلاحیت نه لري.

نوموړي وویل چي د لوی څارنوالۍ او ټاکنیزو کمیسیونونو تر منځ لانجه د یوې ښایسه ولسواکۍ بیلګه ده.

«په دیموکراسۍ کي مطلقیت نه سته، دا نسته چي ټول په یوه نظروي، ښکلا یې په دې کې ده چې افراد او اشخاص بیلا بیل نظرونه لري او دغه ټول نظریات د قانون تر چترلاندي وي، دا تمه باید څوک ونه لري چې ټول خلک باید په دې نظر وي چې د ټاکنو پایلې باید ومنل سي، هرڅه به د قانون په رڼا کي تر سره سي او پایلې به یې روښانه سي».

په دغه خبري ناسته کي د ولسمشر ویاند نیغ په نیغه د هغو کسانو نوم وانه خیست چي د ټاکنو په بهیر کي يې درغلۍ تر سره کړي او یا اوس هيواد د کړکېچ پر لوري بیایې. خو دا یې وویل چې ولسمشر به د ټاکنو په اړه د قضايي ارګانونو تر پریکړو وروسته هرو مرو د پارلمان په پرانیستونکي غونډه کي برخه اخلي.

په تیرو څو اونیو کې څو ځله پر ولسمشر نیوکه سوې چي نه غواړي نوی پارلمان پرانیزي

وحید عمر وویل، دا چي نوی پارلمان به څه وخت په کار پیل کوي دا د ولسمشر له صلاحیت څخه لوړه خبره ده خو نوموړي قضايي ادارو ته دنده سپارلي چې اوسنۍ لانجه د قانون له مخې حل او فصل کړي.

« هرهغه وخت چي د آزادو، سرتاسري او عادلانه ټاکنو په پایله کي د افغانستان نوی پارلمان پرانیستلو ته چمتو سي ولسمشر کرزی به يې هرو مرو پرانيزي او په پرانیستونکې غونډه کي به یې وینا کوي».

تېره ورځ د افغانستان لويې څارنوالۍ وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو په اړه خپل تحقیقات بشپړ کړي او پر بنسټ يې له ستري محکمې غواړي چي د ټاکنو وروستۍ پایلې باطلي وگرځوي، او ورسره جوخت ټاکنيز ټگان برگان هم په سزا ورسوي

خو د ولسمشر کرزی ویاند وحید عمر ټینګار کوي چي ولسمشر د لوی څارنوالۍ او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون تر منځ د راپورته سوي لانجې هوارۍ ته په تمه دی او نه غواړي په دغه مسله کي په ښکیلتیا اساسي قانون ته تاوان ورسوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل