1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وردک: ځوانان د ځوانانو مرستې ته راپورته شول

۱۳۹۱ خرداد ۶, شنبه

په ميدان وردک ولایت کې یو شمیر ځوانان راپورته شوي دي او نور داسې ځوانان زده کړو او سالم کار ته هڅوي چې اوس ئې د بیلابیلو لاملونو له کبله ورڅخه لاس اخیستی دئ. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/152rk
انځور: DW

په دې خوځښت کې ښکیلو څو تنو ځوانانو دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې غواړي بیکاره ځوانان په مناسبو دندو بوخت کړي او ترڅنګ ئې هغه ځوانان چې تر نيمګړو زده کړو وروسته ئې د نشه يې توکو استعمال ته مخه کړې ده او يا هم د وسلوالو له ليکو سره يو ځاى کيدو ته زړه ښه کوي، هغوی له دې کارونو څخه منصرف کړي او یو ځل بیا ئې زده کړو ته وهڅوي.

د ميدان وردګو د ولايت د چيک ولسوالى اوسيدونکى ٢٨ کلن فيض الله امين وايي:

«زموږ په سيمه کې په دې وروستيو کې جګړې او ناامنۍ ډېرې شوې دي. خلک په ولسواليو کې ډير زده کړو ته زړه نه ښه کوي. د ځوانانو د اوسني خوځښت لامل همدا دئ چې نور ځوانان زده کړو ته وهڅوي او بيکاره خلک سالم کار ته.»

په دې ولایت کې د مدني ټولنې فعالين د ځوانانو دا هڅه ستايلو وړ بولي او زياتوي چې دا ډول هڅې کولاى شي چې ځوانان د یووالي په لور ودروموي.

په ميدان وردګو کې د مدني ټولنې يو تن فعال بريالى روان وايي: «له دې سره په ټولنه کې یو ډول خوځښت رامنځ ته کیږي چې کیدای شي په پایله کې ئې ډېرې کورنۍ خپل اولادونه د ښوونې او روزنې مرکزونو ته واستوي.»

فیض الله امین وایي چې که څه هم د هغه ولایت پلازمینه کابل ته نزدې پروت دئ خو بیا هم دولت په دې ولایت کې د ښوونې او روزنې سکتور ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

ميدان وردګ د هيواد په جنوب ختيځ کې پروت دئ. که څه هم دغه ولایت له پلازمینه کابل څخه ډیر واټن نه لري خو بیا هم په زياتره سيمو کې ئې جګړو او نا امنيو د ښوونې او رزنې د بهير پر وړاندې ستوونزې رامنځ ته کړي دي.

فرید الله ظاهر
کتونکی: مسعود جهش