1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وردگ: د امنیتي ځواک کلنی مصرف به مو ۵ ميليارده ډالره وي

۱۳۹۰ مهر ۲۶, سه‌شنبه

د افغانستان د دفاع وزير د سې شنبې په ورځ وويل، چي له هغه هيواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به د افغان امنيتي ځواکونو کلنی مصرف به تر هغه ډير وي، چي اټکل يې سوی وو. امريکا يې د مخه لا د کمېدو غوښتنه کړې ول.

https://p.dw.com/p/12uYn
دغه مصرف د افغانستان له خالص کلني عايد څخه درې برابره لوړ دی
دغه مصرف د افغانستان له خالص کلني عايد څخه درې برابره لوړ دیانځور: DW/Behrad

د مبلغ چي د افغانستان د دفاع وزير لخوا يې وړاند وينه سوې، په ۲۰۱۰کال کي د افغانستان د ټول عايد درې برابره لوړ دی.

وردگ د افغانستان د دفاع د وزارت په ودانۍ کي ژورنالستانو ته وويل چي د هغو محاسبو له مخي چي اوس افغان امنيتي چارواکو تر سره کړي دي، تر ۲۰۱۴کال وروسته به د افغانستان د امنيتي ځواکونو کلنی مصرف پنځه ميليارده ډالرو ته ورسيږي.

هغه دغه خبري د افغانستان ملي ځواک ته د نړيوالي ټولني لخوا د ورکړل سويو جنګي وسايلو يوه نندارتون کي وکړې.

افغان چارواکي په دې اند دي، چي وروسته تر هغې چي نړيوالي مرستي پر افغانستان ودرول سي دغه هيواد به د خپلو کانونو په استخراجولو سره د امنيتي ځواکونو مصرف پرغاړه واخلي.

وردگ وويل، چي د افغانستان حکومت په دې تلاښ کي دی، چي داسي امنيتي قواوي ولري چي پر بهرنيو مرستو ولاړ نه وي.

Neue US-Waffen für die afghanische Armee Flash-Galerie
انځور: DW

هغه دغه خبره هم روښانه کړه، چي د داسي يوه ځواک د جوړولو له پاره يوې انتقالي دورې ته اړتيا ده.

د هغه په خپر د دغي انتقالي دورې پر مهال به افغانستان له خپلو نړيوالو ملګرو څخه مرستو ته اړتيا ولري ترڅو وسي کولای خپل ځواک وساتي.

که څه هم د افغانستان د دفاع وزير ددغي انتقالي دورې د اوږد والي په اړه څه و نه ويل خو افغانستان ته د برتانيې سفير، ويليم پيتي، ويلي دي، چي افغانستان به د ۲۰۱۴کال وروسته هم تر ۲۰۲۵ کاله بهرنيو پوڅي مرستو ته اړتيا ولري.

ولسمشر کرزي او غربي ملاتړ کوونکو موافقه کړې، چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه به د افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه وزي او امنيتي مسؤليتونه به افغان امنيتي ځواکونو ته سپاري.

دا په داسي حال کي ده چي ځيني افغانان بيره لري چي د ۲۰۱۴کال وروسته به افغان امنيتي ځواکونه په دې ونه توانيږي چي د خپل هيواد امنيت وساتي او دغه هيواد به يو ځل بيا د کورنيو جګړو پرخوا روان سي.

رويترز/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل