1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وردگ: د طالبانو د هجومي حملو اعلان پروپاگند دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

طالبانو پرون د ناټو ځواکونو پرخلاف، د خپلي وينا له مخه، د «پسرلي د نويو هجومي حملو» اعلان وکړ، خو د افغانستان د دفاع وزير دغه ډول اعلان يوازي« تبليغاتي هلي ځلي» بولي...

https://p.dw.com/p/NJiE
د افغانستان د دفاع وزير جنرال رحيم وردگ او د امريکايي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډيويډ ميکرنان
د افغانستان د دفاع وزير جنرال رحيم وردگ او د امريکايي ځواکونو پخوانی قوماندان جنرال ډيويډ ميکرنانانځور: DW/Behrad

وسلوال طالبان چي شاوخوا د اتو کلو را په دې خوا د افغان او نړيوالو ځواکونو پر خلاف جنګيږي، د شنبې په ورځ په خپله يوه خبرپاڼه کي وويل، چي دوی به« د امريکايانو، ناټو د غړو او د هغوئ د ملګرو پر ضد د الفتح په نامه د پسرلي هجومي حملې پيل کړي.»

په خبر پاڼه کي چي د آلمان خبري آژانس، DPA،د کابل څخه ورباندي رپوټ ورکړی راغلي دي، چي د طالب اورپکو دغه حملې به سر له سبا يعني په هغه ورځ،چي د افغان جمهور رئس حامد کرزی په متحده ايالاتو کي خپل څلور ورځنی سفر پيلوي، شروع کړي.

کرزی د دغه سفر په ترڅ کي د مي پر 12 له جمهور رئس بارک اوباما سره په افغانستان کي د تروريزم پر ضد ستراتيژي باندي خبري کوي.

د اورپکو د دغه خبر پاڼي په وړاندي د غبرګون په توګه د افغانستان د دفاع وزير، جنرال عبدالرحيم وردگ وويل، چي هغه شک کوي، چي اورپکي دي په جبهه يي جګړه کي د ناټو تر مشرۍ لاندي د ځواکونو پر خلاف د مقاومت توان ولري.

وردگ پرون په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل: « تر کومه ځايه چي په امنيتي وضعيت پوري اړه لري او تر کمه ځايه چي د طالبانو توانمنديو ته سړی وگوري، زه فکر کوم چي دوی نه سي کولاي چي په ټول افغانستان کي په عملياتو لاس پوري کړي.»

وردگ يادونه وکړه: هغوی ښايي بياهم په تروريستي حملو لاس پوري کړي د ماينونو، چاودېدونکو موادو او ځانمرګي بريدونو څخه کار واخلي.» د دفاع وزير وويل،: زه ټينګ باور لرم چي دا تر ډير حده د هغوئ پروپاګند دی نسبت ودې ته چي واقعيت ولري.»

د طالبانو دا خبرداری په داسي وخت کي ورکول کيږي،چي افغان او د ناټو ځواکونه په کندهار کي د سترو عملياتو لپاره تيارئ نيسي. تمه کيږي،چي په راتلونکې ميلادي مياشت کي، کله چي د متحده ايالاتو لس زره سرتيري ورسيږي هلته عمليات پيل سي.

جنرال وردگ وويل، چي د کندهار د عملياتو څخه د بيري او اندېښنو له امله د طالبانو ډيری قوماندانان پاکستان ته تښتېدلي دي.

د دفاع وزير،چي د امريکا متحده ايالاتو ته د جمهور رئس کرزي د تگ څخه يوه روځ د مخه يې په کابل کي خبريالانو ته معلومات ورکول، وويل چي افغان پلاوی به په واشنګټن کي له امريکايي چارواکو څخه وغواړي تر څو د افغانستان امنيتي ځواکونه په ښو وسلو سمبال کړي ترڅو وکړای سي، چي د خپل هيواد څخه خپله ساتنه وکړي او د متحده ايالاتو په شمول د نړيوالو ځواکونو د وتلو لپاره لاره پرانيستله سي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل