ورستيو اورښتونو د کندهار انار سخت تاواني کړي
۱۳۹۰ آبان ۴, چهارشنبهپه کندهارکي داناروبڼوال له دولت څخه هيله کوي،چي له دوى سرهدپاتواناروپه صادرولوکي پوره مرسته وکړي،چيدورپيښوتاوانونومخه يې څهناڅه ونيولسي.
دغه سوداګراوباغ لرونکي شکايت کوي،چي ددوى موټرونه پريوشمېرټاکلسويوځايونوباندي دافغان دولت لخواترډېره پوري په يوه اوبل نامه درول کيږيچي دادباران وهلواناروډک موټرونه دډيردرېدوتوان نه لرياوبايدډيرژرکورنيواوباندنيومارکيټونوته ورسول سي.
د کندهار دسوداګريزوخونومشرنصرالله خانزهيرهم دا مني اوواييورستيواورښتونوپه کندهارکي داناروبڼ لرونکوته ترپنځوس سلنه ډېرتاوانرسولى دی.
دزهيرپه خبره کله چي پراناروباران وسي، نوخپل کلکوالى له لاسه ورکوياوچوي،چي داډېرلوى تاوان دی.
« داباران په سل کي شپېته سلنه انارله منځه ويستلي.کله چي پراناروبارانوسي خطي کيږي،چي خطي سول نوپه لږوخت کي چاودي اوکله چي وچاودلبيانړيوالوبازارونوته دوړولوتوان له لاسه ورکوي اوسوداګراوباغ لرونکي سخت تاواني کوي.»
د کندهاردکرهڼي اومالدارۍرئيس انجنيراحمدشاه روشن هم وايي،دوى تهيوشمېرداناروبڼوالواوسوداګرومراجعه کړې اوله ستونزويي خبردی.
د يادوني وړ ده چي د کندهار د انارو سوداگر او باغ لرونکي يو وار د يو ډول مچ څخه سر ټکاوه، چي په خبره يې انار يې ډير وراسته کړي او اوس بيا دا دی د بارانونو ورته مخه سوې.
سږ کال د کندهار د انارو سوداگرو او باغ لرونکو ته د تاوانه ډک کال دی. سږکال په کندهارکي داسي مهال بارانونه وسوه چي نه يوازيکروندګراوسوداګروبشپړچمتووالىنه درلود، بلکيعاموکندهاريانوهمدخپلوبامونودګل اوګلاوې غم نه ؤ خوړولى چييوشمېرکورونوودانيوته يې همتاوان واړاوه.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل