1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وروستيو امنيتي پيښو افغانان سخت انديښمن کړي

۱۳۸۹ اسفند ۵, پنجشنبه

په کابل ، کندهار، جلال اباد او کندوز کي وروستيو خونړيو پيښو يو شمېر افغانان سخت انديښمن کړي او د خپلو کورونو څخه د وتو بيره لری.

https://p.dw.com/p/R3oj
د يوه ځانمرگي بريد پيښه
د يوه ځانمرگي بريد پيښهانځور: picture-alliance/ dpa

ډيري خلک په دې اند دي چي نور بايد په ښار کې له بي ځآيه تګ راتګ او هغو سيمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي چيرته چي بهرنيان تګ را تګ او استوګني لري.

خو دا په داسي حال کي ده چي افغان امنيتي چارواکي دامنيتي حالت د ښه کيدو ډاډ ورکوي.

هغوي وايي چي د امنيتي پيښو د مخنيوي لپاره يي خپلي هلي ځلي جاري ساتلي، خو کتونکي او د امنيتي چارو کارپوهان په دي برخه کي خپله ژوره انديښنه څرګندوي .

دوي وايي چې که څه هم ددا مهال په هيواد کي ميشت بهرني ځواکونه او افغان ځواکونه د امنيت د ټينګښت او سولې راوستلو په موخه خپلي هلي ځلي کوي او خلکو ته ژمني هم ورکوي ، خو پر وينا يي چي انديښنه دا ده چي د وخت په تيريد سره او هر کال د دولت وسله وال مخالفين خپلو تکتيکونو ته بدون ورکوي او خپل ځانونه پياوړي کوي.

د کابل ښاري يوه اوسيدونکې تورپيکۍ وايي:« زه له ورستيو بريدونو سخته ويريدلي يم، نه پوهيږم چي څه وکړم، بي ژونده هم نه کيږي».

يوه بله بيا وايي:« کله چي له کوره وزم د خوندي توب احساس نه کوم، پوليس مو ضعيف دي، مخالفين ډيرغښتلي دي، خو هغوی بايد په هغو سيمو کي بريدونه و نه کړي، چي ولسي خلک اوسيږي او يا هم تګ را تګ کوي».

په همدي حال کي د وسله والو مخالفينو د هغه خبر داري په ځواب کي چي ويلي يي وو په راتلونکي پسرلي کي خپلو بريدونو ته زور ورکوي او د خپلو له لاسه وتلو سيمو د بيرته نيولو هڅه به کوي.

خو د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارت ويندويان وايي چي دوي به ترهګرو ته دا اجازه ورنکړي چي بيرته خپلي له لاسه تللي سيمي ولکه کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل