1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼه: طالبانو په ټول افغانستان کي پښې ټينگي کړي دي

۱۳۸۹ تیر ۱۴, دوشنبه

د ورځپاڼي په خبره داسي ښکاري چي طالبان اوس د تقريباً لس کلني جگړې وروسته هم سخت مقاومت کوي.

https://p.dw.com/p/OAuM
په لوېديځو ورځپاڼو کي د افغانستان په اړه تبصرې
په لوېديځو ورځپاڼو کي د افغانستان په اړه تبصرېانځور: DW

وينر ليکي چي ددې ستونزي سره اوس په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو نوي ستر قوماندان جنرال ډيويډ پيترايس مخامخ دی.

د جنرال ميک کريسټل دپاره نه يوازي طالبان ستونزه ده، بلکي د ټول افغانستان حالت اوس د هغه په وړاندي يوه جدي ستونزه گرځېدلې ده.

نړيوال ځواکونه په افغانستان کي نه يوازي دسخت دريځو طالبانو سره جنگېږي، بلکي په عيني حال کي د محلي وسلوالو قوماندانو په وړاندي چي د کرزي د حکومت مخامخ دي ورسره جنگيږي.

د ورځپاڼي په خبره نړيوال ځواکونه د هغو کسانو د مقاومت سره هم مخامخ دي چي د افغانستان په جگړه کي يې د کورنۍ غړي د لاسه ورکړي او اوس د خپل انتقام د اخستلو دپاره جنگېږي.

اوتريشۍ ورځپاڼه ليکي چي، د افغانستان اوسنۍ حالت د سياسي حل غوښتونکی دی. تر څو د دښمن څخه د برياليتوب اشترينگ په خپل لاس کي واخلي.

د ورځپاڼي په خبره غير ددې څخه به د جنرال پيترايس دپاره ډيره ستونزمنه وي چي د پوځي لاري څخه په افغانستان کي حالت عادي کړي.

AG/ زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم