1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ورځپاڼي:د هند او افغانستان ستراتيژيک تړون ځانگړی ارزښت لري

۱۳۹۰ مهر ۱۳, چهارشنبه

د کابل ډيری چاپي مطبوعاتو د خپلو ننۍ ګڼو سرمقالې هند ته د افغان ولسمشر حامد کرزي وروستي سفر ته ځانگړي کړي، او د کابل او ډهلي تر منځ د نوی ستراتيژيک تړون لاسليکول يې ډير با ارزښته بللي دي.

https://p.dw.com/p/12ll8
د کابل چاپي ورځپاڼي
د کابل چاپي ورځپاڼيانځور: DW

د هيواد ورځپاڼي په خپله سرمقاله کي تر دي عنوان لاندي چي د کابل او نوي ډهلي تر  منځ ستراتيژيکه ملګرتيا پيل سوه، يوه مقاله خپره کړي ده.

هيواد کاږي، افغانستان او هند د يو بل همکارۍ ته ژوره اړتيا لري او په دغه لاره کي بايد يو بل ته لاس ورکړي.

د ورځپاڼي په باورد کابل او نوي ډهلي تر منځ د ستراتيژيک سند پر سر د کرزي او هندي لوري ترمنځ هوکړه ښيي، چي هند له افغانستان سره اوږد مهالو مرستوته ليواله دی، هغه مرستي، چي د ورځپاڼي په باور بي غرضه دي.

د همدې مسلې په اړه د چراغ په نامه يوې بلي خپلواکي ورځپاڼي په لومړي مخ کي په زيږه عنوان ليکلي، د کرزي په سياست کي سل درجې بدلون راغلی.

ورځپاڼه ليکي، د لسو کلونو په تيريدو د کابل چارواکي اوس دي پايلي ته رسيدلي چي د پاکستان په وړاندي نرم سياست کار نه ورکوي.

چراغ د اسلام آباد په وړاندي د کابل د حکومت وروستۍ څرګندوني يوه نيکه پيلامه بولي، چي په وينا يې کيدای سي اوس د پاکستان په وړاندي د نړۍ سياستونه هم بدل کړي.

د سرنوشت په  نامه يوي بلي ورځپاڼي بيا په خپله سرمقاله کي ويلي چي په اړيکو کي توازن ستونزه نسي هوارولای.

سرنوشت کاږي افغان ولسمشر حامد کرزي پوره لس کاله د پاکستان او هند سره د کابل په اړيکو کي له متوازني ديپلوماسۍ  کار اخيست خو پاکستان له دغه انډول څخه ناوړه ګټه پورته کړه.

د سرمقالي ليکوال کاږي، چي افغانستان بايد له پاکستان سره له ملګرتيا تيرسي او ددغه ملک د ګواښولو لپاره بايد د سيمي د مقتدرو هيوادونو ملګرتيا ته ور ودانګي.

د ملي آرمان ورځپاڼي بيا د کابل او نوي ډهلي تر منځ ستراتيژيک قرار داد د افغانستان د اقتصادي او سياسي سمون په ګټه بولي.

د ملي آرمان د ليکوال په وينا، چي افغانستان بايد نه يوازي له هند بلکي د سيمي له هغو ملکونو سره، چي د پاکستان په څير د لستوڼي ماران نه ګڼل کيږي خپلي سياسي اواقتصادي اړيکي پراخي کړي.

د کابل چاپ ويسا ورځپاڼي عمده برخه هم د هند او افغانستان په چارو کي د دغه هيواد د اغيز په اړه ليکني جوړوي.

په سختو حالاتو کي منطقي پريکړه هغه عنوان دی، چي د ويسا ورځپاڼي ليکوال په خپل  لومړي مخ کي په زيږه ليکنه ښکل سوی دی.

په مطلب کي راغلي، چي د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړيکو ترينګلتيا د دواړو هيوادونو په زيان ده او رامنځ ته سوي، لانجې بايد د ديپلوماسۍ په ژبه په صادقانه همکاريو هواري سي.

ويسا ليکي چي پاکستان په تيرو څو کلونو کي هيڅ کله هم له افغانستان سره يو مخی، سياست پرمخ ندی بيلوی، بلکي تل يې دوګوني لوبي کړي او ترهګري ډلي يي هم د هند او هم افغانستان پرضد کارولي دي.

په پاي کي د کابل څخه خپريدونکي، د افغان جرګي په نامه يوي بلي نشريي بيا د افغانستان لپاره د هند د همکاريو را جلبول د حکومت يوه لويه لاس ته راوړنه بللې، چي په وينا يي  کولای سي د ګاونډي پاکستان د سترګي د سوځولو عامل وګرځي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل