1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ورکه سوې الوتکه، ښايي په سمندر کي وي»

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۸, دوشنبه

د «ایراشیا» د هوايي شرکت د ورکي شوي الوتکي د لټون له پاره یو لوی چارواکی وايي چې ښايي دغه الوتکه چې له اندونیزیا څخه د سنگاپور پر لور الوتلې د سمندر په ژوره (قعر) کې ډوبه شوې وي.

https://p.dw.com/p/1EB2o
انځور: Reuters

د اندونیزیا د ملي لټون او ژغورني ادارې رئیس، «بامبنگ سولیستیو» نن (دوشنبه د ۲۰۱۴ کال د دسمبر ۲۹ مه) خبریالاتو ته وویل چې د «ایراشیا» د هوايي شرکت له ۱۶۲ سپرلیو سره ورک شوې الوتکه ښايي د جاوا په سمندرگي کې لویدلې وي او د سمندر په ژوره کې پرته وي. دا دوهمه ورځ ده چې په دغي الوتکي پسې لټون روان دی.

سولیستیو یوه خبري کنفرانس ته وویل:«زموږ د هوايي نقشې د معلوماتو له مخي اټکل کولای شو چې که چیري دا ومنو چې الوتکه رالوېدلې ده، نو هغه به په سمندر کې لوېدلې وي او فرضیه مو دا ده چې هغه به د سمندر په نس کې پرته وي.»

نوموړي زیاته کړه:« البته دا ټول لومړني گومانونه دي او کیدای شې چې زموږ د پلټني په نتیجه کې نور نتایج ترلاسه شي.» د اندونیزیا د لټون او ژغورني ادارې رئیس، یادونه وکړه چې د هغه هیواد داسي «وسایل» لکه اوبتلونه نه لري چې د هغو په مرسته وکړای شي د سمندر ژوري ته ورکښته او له هغه ځايه الوتکه راوباسي. خو هغه وویل چې حکومت د اړتیا په صورت کې نورو هیوادونو ته د «مرستي لاس اوږدوي.»

سولیستیو، په جاکارتا کې خبریالانو ته وویل: «د دغو تخنیکي وسایلو د نشتوالي له امله ما د خپل هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره دا موضوع یاده کړه چې نور هیوادونه چې دغه تخنیکي امکانات لري موږ ته دې راکړي. بریتانیا، فرانسه او امریکا متحد ایالات هغه هیوادونه دي چي دغسي وسایل لري.»

د «ایراشیا» A320-200 ډوله مسافر وړنکې الوتکه د یکشنبې په سهار وختي د اندونیزیا د جاوا ټاپو له ختیځ ښار «سورابایا» څخه د سینگاپور پر لور تر الوتني وروسته له راداره ورکه شوه. د الوتکي پیلوت لږ څه مخکې د سختی خرابي او توپاني هوا له امله د خپل مسیر د بدلون غوښتنه کړې وه.

په «بلیتونگ» ټاپو کې لټون روان دی

اندونیزیا نن دوشنبه سهار وختي د بلیتونگ ټاپو او نژدې شا او خوا اوبو کې د لټون عملیات له سره پیل کړل. دا هغه ځای دی چی په وروستي وار الوتکه په رادار کې لیدل شوې وه. له پرون ورځې راهيسي یو شمیر هیوادونو په دغي الوتکي پسې لټون پیل کړی دی.

د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال یوسف کالا وویل :«مالیزیا، سنگاپور او استرآلیا دغه ځای ته الوتکي او کښتۍ استولي دي. موږ د دغو ټولو مرستو هرکلی کوو.»

د الوتکې د ۱۶۲ سپارليانو خپلوان او دوستان د ویر پر ټغر ناست دي او نه پوهیږي چې آیا د هغوی د کورنیو کوم غړی به بیرته روغ رمټ راستون شي که نه. د لټون د ادارې لومړي معلومات د هغوي دغه ډول هیلي وار په وار کموي. یو تن وایی: «تاسی پوهیږی چې دا د یوې الوتکې پیښه ده. زه یوازي خدای ته دعا کوم چې کومه معجزه وکړي.»