1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسترویله له پاکستاني چارواکو سره ولیدل

۱۳۹۰ آبان ۲۷, جمعه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو ویستر ویله، پاکستان ته په سفر تللی دی. هغه د خپل سفر په ترڅ کې روښانه کړې چې هیواد یې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم له سیمې او افغانستان سره خپلې مرستې جاري ساتي

https://p.dw.com/p/13DCd
ویستر ویله تر دې وړاندې ترکمنستان ته هم سفر کړی وو
ویستر ویله تر دې وړاندې ترکمنستان ته هم سفر کړی ووانځور: dapd

اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو ویستر ویله، وویل چې هیواد په یې د ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان او سیمي سره خپلې همکارۍ جاري وساتي:

«مونږ به وروسته له ۲۰۱۴ کال څخه کله چې نړیوال جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، بیا هم افغانستان او سیمه یواځې پرې نه ږدو. له پاکستان څخه زمونږ غوښتنه دا ده چې د تروریزم ضد جګړه کې ژمن پاتی شی.»

وسترویله پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن «جمعه» د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې، حنا ربانی کهر، سره ولیدل. هغه په اسلام آباد کی یوې خبري غونډې ته وویل:

«مهمه خبره دا ده چې مونږ د تروریزم پر ضد خپله مبارزه جاری وساتو. زه د پاکستان د حکومت له دې ښکاره ژمنی څخه هر کلی کوم چې وایي په خپل هیواد کې به د هر ډول ترهګري فعالیتونو پر ضد مبارزه وکړي. دا زمونږ د دواړو هیوادونو د حکومتونو ګډ نظر دی.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام کې یادونه وکړه چې نړیواله ټولنه نه یواځې د افغانستان بلکه د ټولې سیمی له ثبات سره لیوالتیا لري.
 
په عینې وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کی د ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان پر نقش تینګار وکړ. وسترله ویله د پاکستان له ولس څخه چی د تروریزم ضد جګړه کی قربانۍ ورکړي مننه وکړه او د تروریستي حملو له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې، حنا رباني کهر، له وستر ویله سره په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د هغی هیواد په افغانستان کې کومه پټه اجندا نه لري. هغی په عین وخت کی له خپلو افغانو ورونو څخه غوښتنه وکړه چې پر پاکستان باندې خپلې نیوکې ودروي.

افغان حکومت پر پاکستان باندې تور لګوي چې د دغه هیواد له خاورې څخه طالب یاغیان د افغانستان په دننه کې د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد حملې کوي.

ولسمشر حامد کرزي د نومبر په پیل کې د افغانستان په اړه د استانبول په کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې د طالبانو مشري له افغانستان څخه بهر له خپلو سنتی ملاتړ کونکو شبکو څخه ځان جلا کړي.

د دسمبر په پیل کې د آلمان په پخوانۍ پلازمینه بن کې د افغانستان نړیوال کنفرانس دایریږی چی ریاست یې خپله د افغانانو په غاړه دی. د المان د بهرنیو چارو وزیر نوموړي کنفرانس ته په اشارې سره وویل:

«د بن په کنفرانس کې مونږ غواړو چې د انتقال له پروسې څخه د جوړښت پړاو ته د ګام ایښودو پیغام ورکړو. مونږ ټول پوهیږو چې روانو ستونزو باندې لاس برتوب اسانه کار نه دی نو په همدی وجه د افغانستان لپاره یو اوږد مهاله پلان پکار دی.»

د المان د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له سفر څخه مخې ترکمستان ته تللی ؤ.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش