1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«وسله والو طالبانو د لولاش ولسوالي ونيوله»

۱۳۹۶ مرداد ۱, یکشنبه

یو افغان چارواکی په دې هکله وایي چې طالب جنګیالیو د افغانستان په شمال د فاریاب په ولایت کې له شدیدې جګړې وروسته د یوې ولسوالۍ مرکز نیولی. د چارواکي په حواله په دې جګړه کې دوه پولیس سرتیري وژل شوي.

https://p.dw.com/p/2h1HY
Karte Afghanistan Provinz Faryab Deutsch
انځور: DW

د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د یکشنبې په ورځ وویل چې د دې ولایت د لولاش پر ولسوالۍ دغه برید د شنبې په شپه ناوخته په تیاره کې پیل شو. د ولسوالۍ په دې ودانۍ کې ځینې نورې دولتي ودانۍ او د ولسوالۍ امنیه قومانداني هم شتون لري.

په وروستیو ورځو کې طالب جنګیالیو د افغانستان په شمال کې دې ته ورته لسګونه بریدونه کړي او په دې توانیدلي چې د لنډې مودې له پاره په شمال کې له مرکزي افغانستان یا کابل سره نښلیدونکي ځینې لویې لارې هم وتړي. دغه بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې طالبان غواړي د ټول هیواد په کچه پر دولتي ځواکونو او پولیسو فشار راوړي. دوی غواړي چې نه یوازې په خپلو مرکزونو بلکه د افغانستان په نورو برخو کې هم خپل موجودیت او ځواک وښيي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې، د ناټو په ماموریت کې د امریکايي ځواکونو یوې بې پیلوټې الوتکې د افغانستان د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د پولیسو پر یوه ډله هوايي برید کړی چې له امله یې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۶ پولیس سرتیري ووژل شول. ناټو دغه برید تائید کړی او د پیښې له امله یې خپل ژور خفګان څرګند کړی او د پلټنې خبر کوي.

کندهارـ د ۳۳ مسافرو اختطاف

له بل اړخه د کندهار د ولايت وياند صميم خپلواک ويلي دي چي وسله والو تر ۶۰ څخه زيات انسانان پر سرويس موټرونو د بريدونو وروسته د ځان سره بيولي دي. خپلواک وويل چي دغه سرويس موټر د شاولي کوټ څخه روان سوي ول او غوښتل يې روزګان ولايت ته ولاړ سي.

د وياند په وينا پر لاري دغه موټر د وسله والو تر بريد لاندي راغلل چي په ترڅ کي يې ۷ مسافر ووژل سول. وياند زیاته کړې چي ۲۰ مسافر په تېښته کي بريالي سوي او ۳۳ نور لا تر اوسه د وسله والو سره دي. 

د دغه بريد پړه تر اوسه کومي ډلې په غاړه نه ده اخيستې.