1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو په لغمان کې ډله ییز برید کړی

مسعود جهش (د لغمان ولایت خبرپاڼه)۱۳۹۳ تیر ۲۱, شنبه

وسله والو د لغمان ولایت پر الینگار ولسوالۍ باندې ډله ییز برید کړی دی چې د چارواکو په حواله په پایله کې یې ۱۵ تنه یاغیان او اووه تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1CbiE
انځور: DW

د لغمان ولایت د یوې خبرپاڼې په حواله د شنبې په ورځ سهار درې بجې «مخالفو وسلوالو» په ډله ییز شکل د الینګار ولسوالۍ د کندې او قلعټک په سیمو کې د پولیسو او ملي اردو پر پوستو باندې برید کړی دی.

په خبرپاڼې که راغلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښتې پنځه ساعته دوام کړی دی چې په پایله کې یې د درو تنو ځانمرگو بریدکوونکو په شمول ۱۵ تنه یاغیان او اووه تنه افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

چارواکو همداراز ویلي دي چې په نښته کې اته تنه یاغیان ټپیان شوي هم دي چې په کې د هغوی یو سیمه ییز مشر هم شامل دی.

په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې یاغیان په ډله ییز ډول بریدونه ترسره کوي. تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي وو چې د شپې له خوا د عملیاتو بندیدل او د هوايي بریدونو کمیدل د ډله ییزو حملو د ډیریدو اصلي لاملونه دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب