1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته نوماند مولانا عبدالقادر امامي سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۲۲, پنجشنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند مولاناعبدالقادر امامي غوري د غور په ولايت کي زېږېدلی مرستيالان يې محمد ياسين کاتب او سلطان علي نيکزاد دي...

https://p.dw.com/p/J935
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد مولانا عبدالقادر امامي غوري د آلمان ږغ راډيو د خبريال سره د مرکې پر مهال
د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد مولانا عبدالقادر امامي غوري د آلمان ږغ راډيو د خبريال سره د مرکې پر مهالانځور: DW

امامي د آلمان ږغ راډيو سره د يوې ځانګړي مرکې په ترځ کي خپل د احتمالي حکومت راتلونکي پلانونه داسي څرګند کړل.

دويچه ويلي: تاسواوسنى سياسي اوامنيتي حالت څنګه بولۍ؟

امامي: زه مطمئن نه يم چى دانتخاباتوپرمهال سياسي اوامنيتي حالت سم وي تراوسه پورى چى حكومت په زياتروولاياتوكى موفق شوى نه دى چى امنيت تامين كړى زه مطمئن نه يم په داڅوورځو كى چى انتخاباتوپاتى دي امنيت ټينګ شي.

دويچه ويلي:تاسودامنيت دتامين لپاره څه فورمول لرۍ؟

امامي: كله چى زه رييس جمهورشم پياوړى ملي اردواوملي پوليس به جوړكړم اودمكلفيت ددورى په اساس به دجلب اواحضاردوره پيل كړم ادملي اردوي محاربوي ظرفيت به لوړوم اواردوبه په عصري وسايلواونوى تكنالوژۍ سمبالوم داسى اردوچى هدف اوانګيزه ولري اوسنۍ اردوبى هدفه ده وګورۍطالبان دپنڅلس څخه تل شل زره پورى ددولت مخالفين دى مګردولت ديو لك نه زيات بهرنى ځواكونه اوديونيم لك نه زيات اردواوپوليس دي چى دهغوى سره په مقايسه څوبرابره زيات دي خوداچى انګيزه اوهدف نلري دوي نه شي كولي دطالپانوپه مقابل كى كاميابي ترلاسه كړي .

دويچه ويلي: كه تاسودجمهوري رياست پست ته ورسيږي نوددولت دمخالفينواوطالبانوسره خبروامكانات څومره وينۍ؟

امامي: بلى زه كومى شم تاسوګورۍ چى فعلي دولت دطالبانوسره كلونه كلونه جنګيدلي دي په زرګونوانسانان ددوى ترمنځ وژل شوي دي .

ددوى په منځ كى بي اعتمادي ده ددوى په منځ كى عداوت اودوښمني ده خوزه چى قدرت ته ورسيږم زمااوددوى ترمنځ دښمني نشته دى بى اعتمادي نشته دايوعمده عامل چى موددوى سره كولى شوپه تفاهم سره يوى روغى ته ورسيږو.

دويچه ويلي :تاسوچى قدرت ته ورسيږي دبهرنيوځواكونودايستلوپه اړه موپروګرام څه دي ؟

امامي : اول به ددوى موجوديت په هيوادكى قانونمندكوم بياكله چى امنيت تامين شوافغانان يودبل سره جوړجاړى ته ورسيږي سوله اواتحادراغى بيادخارجيانوشتون په هغه وخت ئى لازم نه دى چى دبين المللي تفاهم نه وروسته به وځي .

دويچه ويلي:كه تاسوجمهوري رياست ته ورسيږي ستاسواقتصادي پلانونه به څه وي ؟

امامي:زه داقتصادي بنيادي بنسټونوته توجه كوم مثلا داهيوادبايدصنعتي شي فابريكى جوړى شي دبرق بندونه جوړشي شاړى ځمكى خړوبه شي اودكرنى وړشي معدنونه استخراج شي چى افغانستان خودكفاشي په خپلوپښتوودريږي عائدات پيداكړي په تيره بيادزراعتي هيوادپه توګه زراعت ته به توجه وشي كودكيمياوي به دهقانانوته برابره شي اصلاح شوي تخمونه وركول شي زراعت ميكانيزه شي.

دويچه ويلي: تاسوواكمنۍ ته ورسيږي بهرنى سياست به موڅه وي په تيره بيادګاونډيوهيوادونوسره به څه چلندولرۍ؟

امامي: زمابهرني سياست دتعادل اوتوازن په اساسي دي زه غواړم دنړۍ دټولوهيوادونوسره په سوله كى ژوندوكړم اودتعادل اوتوازن يوسياست به غوره كړم داسى نه چى دځپلومسلكونوسره اړيكى نيژدي وي اودځينونووسره روابط شاړه وي اوخصمانه وي داكارنكوم دټولو ملكو نو سره مسالمت اميزسياست غوره كوم اودټولوملي حاكميت اوارضي تما ميت او د هغوي ملي ګټوته به احترام كوم مخصوصادګاونډيوهيوادونوسره داعتماديوه فضابه رامنځ ته كړم .

دويچه ويلي: تاسوموجوده دبيان اومطبوعاتوازادۍ ته په كومه سترګه ګورۍ؟

امامي : په اسلام كى دبيان ازادى شته دى ترڅوهرڅوك وكولي شي خپله عقيده په ازاده توګه بيان كړي شي خپل ديني مراسم پرځاى كولي شي په اسلام كى اولين دين دي چى حتي صحابه كراموته خلكوويل اوانتقادبه ئى كاوه چى تاسوولى داسى وكړل ول ستالباس اوږددى ولى دى عدالت تامين نكړازادى بيان په بشپړه توګه په اسلام كى جايزدى دبيان اوعقيدى ازادى به خوندى كوم اوداسى سياست به ده غوره كړم چى دهرچاانساني كرامت تحفظ كى وي حقوق وشخصيت به ئى پرځاى وي .

دويچه ويلي : ستاسودواكمنۍپرمهال به دښځواونارينه دحقوقودبرابرتياپه اړه څه تګ لاره وي ؟

امامي: اولين دين اولين مفكوره چٰ ښځوته حق وركول شوي دي اسلام دي هغه حقونه چي اسلام ښځوته وركړي دي په دنياكي عملي شوي نه دي اوبي ساري دي زه به كوشش وكړم چي ښځيته هغه شرعي اواسلامي حقونه چي اسلام وركړي دي هغوي ته وركړم مثلا ښځي دتجارت دعليم وتربيه په سياست كي ونډه اخستل كاملاازاددي هره وظيفه چي ترسره كولي شي هغه به وركوم څوك ئي مانع كيدي نه شي.

دويچه ويلي : تاسودقومونودپيوستون اوملي يووالي دتامين لپاره څه پروګرام لرۍ؟

امامي: زه كوشش كوم يوه قومي شوراجوړه كړم دمخوروخلكونه دعلماونه به يوه شوراجوړه كړم چي دغه دواړه به دقومونوترمنځ دپيوستون كاركوي اودداخلي جنګونوڅخه راپيداشوي بي اعتمادي به لري كړم دافغانانوپه منځ كي به وزورولي اودوستي به رامنځ ته كړم مهمه داده ترهغي چي اعتماد رامنځ ته نه شي اتحاد نه راځي چي اتحاد راشي سوله راځي او چي سوله راشي بياكولي شو د ترقۍ او بيارغاوني چاري ترسره شي.

دويچه ويلي: تاسوكه واك ته ورسيږي نودچاپيريال ساتني دپاره به څه وكړۍ؟

امامي: خداي دوه ډلي خلك خوښيوي يوهغه كسان چي توبه كوي دخپلي ګناه لپاره دخداي ج بخښنه غواړي بل هغه ډله خلك چي خپل ځان اوخپل چاپيريال پاك ساتي له دي امله زه دچاپيريال په پاك ساتلوكي زياته توجه كوم ولي چي دريوشرعي فرضي دي بايدټول مسلمانان دنورونه په پا كۍ او چاپيريال ساتنه كي مخكښ وي زه په دي برخه كي كوشش كوم كليو او بانډو ته ښه وسايل برابركړم اوخلكوته د ژوند استانتياوي برابري كړم ترڅو په كابل باندي د خلكوهجوم كم شي .

جمال كوټوال /كابل

کتونکی. زيارمل
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل