1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديدعبدالغفور زوري سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۱۹, دوشنبه

د افغانستان د ۱۳۸۸ كال د ولسمشرۍ د ټاكنو لپاره نوماند الحاج عبدالغفور زورې له دويچه ويلې سره د يوې ځانګړې مركې په ترڅ كې خپل راتلونكي كاري پروګرامونه څرګند كړل...

https://p.dw.com/p/J7C4
ولسمشرۍ ته کانديد عبدالغفور زوري
ولسمشرۍ ته کانديد عبدالغفور زوريانځور: DW

په لمړي سركې ځان او خپل مرستيالان داسې راوپيژندل : لمړى د افغانستان زړه ور ملت ته خپل سلامونه وړاندې كوم . زه د نيمروز په ولايت كې په كال ۱۳۲۸ كې زيږيدلى يم ، شپږ زامن ، اته لورګانې او دوه ميرمنې لرم . زما لمړى مرستيال ډاكتر محمد طاهر اسلمي د باميانو په ولايت كې زيږيدلى . دويم مرستيال مې ډاكتر مسعود محمود زاده دى چې د هرات په ولايت كې زيږيدلى .

دويچه ويلي : ښاغلى عبدالغفور زوري تاسې په افغانستان كې د امنيت د راوستلو په هكله څه پروګرامونه لرئ ؟

زوري : زه بايد عرض وكړم چې په افغانستان كې ناامني د بهرنيو ځواكونو د شتون له امله دى دغه ګډوډي د دوى لخوا رامنځ ته شوى . كه زه د افغانستان ولسمشر شوم زه به ناامنئ له افغانستان څخه ورك كړم په دې شرط چې بهرنيان له افغانستان څخه لاس واخلي او دوى تر كنترول لاندې راوستل شي تر څو چې بهرنيان تر كنترول لاندې رانوستل شي هر څوك چې د امنيت د راوستلو شعار وركوي دا يو ناشونى كار دى .

دويچه ويلي : له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو په اړوند څه نظر لرئ ؟

زوري : شخصا زما نظر دا دى كه چيرې ماته قدرت ورسيږي هم هغه سې چې دوى بې قيدو شرطه افغانستان ته راغلي بايد بې له قيدو شرطه له افغانستان څخه ووځي . مونږ خپل ځان ساتلى شو مونږ هر كار كولاى شو دوى دې افغانستان پريږدي او ولاړ شي هر كار چې كوو هغه مونږ پورې تړاو لري . دوى ميلمانه دي بايد زمونږ په نظر كار وكړي چې نه كوي او ورځي زما ملت وژني زما كور تلاشي كوي شل كسه وژني او هيڅ څوك نشته نه ملت نه دولت چې له دوى څخه پوښتنه وكړي چې دا ملت د څه لپاره وژنې دا ملت څه جرم او ګناه لري . نو داسې ميلمه او داسې ځواك هيڅ څوك نه غواړي د ملت د منلو وړ ندى د ملت غوښتنه همدا ده چې دوى له افغانستان څخه بې له قيدو شرطه ووځي .

دويچه ويلي: تاسې د افغانستان د دولت له مخالفينو په ځانګړي توګه له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هكله څه دريځ لرئ ؟

زوري : مونږ وايو چې دا د افغانستان ملت دى ناټو دوى څخه يې مخالفين جوړ كړي په بمباريو كې يې د دوى وروريې وژلى ، كور يې وران كړى ، پلار يې وژلى دى . هره شپه هره ورځ تاسې ګورئ چې دا حالت زمونږ په هيواد كې ادامه لري هغوى مجبوره دي چې مخالف شي مونږ هغه امكانات نلرو چې دوى په غيږ كې ونيسو دوى خپله هغوى ته ټوپك وركوي هم معاش وركوي او مونږ ته مخالف جوړوي . طالبان زمونږ سره اختلاف نلري همدا چې بهرنيان له افغانستان څخه ووځي دوى ته بلنه وركوو دوى ته په خپل نظام كې ځاى وركوو په تجارت او فرهنګ كې ګډون وركوو په هرځاى كې چې دوى وغواړي ګډون وركوو.

دويچه ويلي : ښاغلى زوري څرنګه چې پوهيږئ افغانستان له يو اقتصادي بحران سره مخامخ دى تاسې د دغه بحران د مخنيوي په برخه كې څه پروګرامونه لرئ د بيلګې په توګه د كرهڼې ، سوداګرۍ او صنعت په برخو كې ؟

زوري : مونږ انشاءاله داسې برنامې لرو چې كله قدرت ته ورسيدو لمړى به مونږ خپل د هغو سيندونو اوبه چې ايران پاكستان اونورو ځايو ته بهيږي د هغه بايد مخنيوى وكړوبندونه او نهرونه جوړ كړو او بيا د هغو ځمكو چې بې له كښته پاتې شوي دي هغو ته به اوبه ورسوو او پر خلكو به يې وويشو . مونږ داسې كانونه لرو چې تر اوسه لاس ناخوړلي پاتې دي مونږ به بهرنيو موسساتو ته بلنه وركړو د قرارداونو په اساس به د كانونو د ايستلو كار پيل كړو . دا كارونه چې وكړو د كرهڼې ، مالدارۍاو په نورو برخو كې به خلكو ته د كار كولو زمينې برابرې شي . مونږ كولاى شو چې په يو يا دوه و كلونو كې په خپلو پښو ودريږو او هيڅ هيواد ته به اړتيا ونلرو .

دويچه ويلي: ښاغلى زوري ستاسې بهرنى سياست به په كومو بنسټونو ولاړ وي په ځانګړي توګه له ګاونډيو هيوادونو سره ؟

زوري : مونږ له ټولو ګاونډيو څخه غواړو چې په سوله ايزه فضا كې ژوند وكړو د هيڅ هيواد په چاروكې د لاسوهنې حق نلرواو مونږ له خپلو ګانونډيوڅخه هم غواړو چې زمونږ په كورنيو چاروكې لاسوهنه ونكړي . له ټولې نړيوا لې ټولنې سره مونږ به اړيكې ولرو. له نړيوالې ټولنې سره هيڅ كومه ستونزه نلرو ستونزه يواځې د هغوى له پوځې شتون سره ده نور د دوى مرسته د افغانستان د اقتصاد په برخه كې او په بيارغونه كې غواړو .

دويچه ويلي : د افغانستان او پاكستان تر منځ د ډيورند كرښه يوه ستونزمنه لانجه پاتې شويده تاسې د دغې ستونزې په له منځه وړلو كې څه دريځ لرئ ؟

زوري : ستا خدمت ته عرض وكړم چې د ډيورند كرښه د افغانستان د خلكو د منلو وړ ندى . نه يې منلى دى او نه يې مني . دا مسله مونږ غواړو چې د ملګرو ملتونو اونړيوالې ټولنې په مرسته حل كړو كه حل نشي دغه ستونزه به نورو نسلونو ته هم پاتې شي . دغه ستونزه په جګړه نه حل كيږي دا بايد په سوله ايزه توګه حل شي چې د دواړو اړخونو لپاره د منلو وړ وي .

دويچه ويلي: تاسې د بيان د آزادۍ اوغږيزو ، انځوريزو او چاپي رسنيو په برخه كې څه نظر لرئ ؟

زوري :مونږ د بيان آزادي ته درناوى لرو زمونږ له لوري د تائيد وړ دى په دې شرط چې د بيان په آزادۍ كې انسان ته سپكاوى ونشي . زما له نظره د بيان د آزادۍ اوسنى بهير سالمه نده درسته نده ځكه هر شى بايد يو محدوديت ولري . مونږ غواړو چې زمونږ فرهنګ پر مخ ولاړ شي خو د غه فلمونه چې اوس د ټلويزيونونو له لارې ښودل كيږي دا زمونږ هويت يې له منځه وړى زمونږ فرهنګ يې هم له منځه وړى ، اصلا زمونږ د كورنۍ غړي ، كوچنيان ، خويندې ، ميندې اواولادونه يې د اسلاميت او افغانيت له مسايلو څخه لري كړي .

دويچه ويلي: تاسې په افغانستان كې د بيلابيلو قومونو تر منځ د برابر او مساوي حقونو په هكله څه نظر لرئ ؟

زوري : زما خپل نظر دا دى چې زه بايد افغانستان ولرم ، په افغانستان كې لمړى بايد افغان ولرم وروسته له افغانه تاجك ، ازبك ، هزاره ، پښتون او نور قومونه ولرم .زما دولت جوړونه به په دې اساس نه وي چې قومونو ته برخه اوامتياز وركړم زما حكومت به د وړتيا ، لياقت او افغان دوستۍ په بنسټ ولاړ وي . هغه څوك چې ماته وښيي چې زه وړتيا لرم هغه به وټاكم او په يوې مياشت كې به له هغه څخه پوښتنه وكړم .

دويچه ويلي : ښاغلى زوري تاسې د ښځو او نارينه و تر منځ د برابر او مساوي حقونو په هكله څه نظر لرئ ؟

زوري : په افغانستان كې ښځې د ټولنې نيمايې برخه جوړوي مونږ نشو كولاى چې دا له سترګو وغورځوو . ما د مخه هم دا ويلې او اوس هم وايم چې په ټولو سياسي ، اقتصادي ، فرهنګي او ټولنيزو برخو كې به ښځې له مونږ سره څنګ په څنګ پرمخ ځي او هر ډول كرسۍ چې د دوى وړ وي هغوى ته يې سپارم د دوى د زده كړې او ژوند زمينه برابروم اما په يو اسلامي چوكاټ كـې .

دويچه ويلي: تاسې به په افغانستان كې د چاپيريال ساتنې په برخه كې څه پروګرامونه پلي كړي ؟

زوري : كه خداى كړى ؤ چې زه ولسمشر شم زه به لمړى كار چې وكړم هغه به دا وي چې خپل د كرهڼې وزير ته به ووايم چې د افغانستان په ټولوولايتونوكې د نيالګيو په كينولو پيل وكړي چې هر كال په ولايتونو كې نيالګي كينول شي شنې فضاوې رامنځ ته شي چې مونږ وكولاى شود چاپيريال له ككړتيا څخه خپل ملت وژغورو.زه د خداى په فضل دا ژمنه كوم چې كې ولسمشر شوم داسې خلك به وټاكم چې دوى به په خپله د ښارونوپه پاكولوكې ونډه واخلي . اوټول كثافات به له ښارونو څخه د باندې وباسي .

مركه كوونكى : برى پال

کتونکی. زيارمل