1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزی سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۲۰, سه‌شنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزی په لوګر ولايت کي زېږېدلی په اقتصاد کي دوکتورا لري. تر دې دمه دوه اولاده لري او مرستيالان يې محمد ايوب رفيقي او ډاکټر محمد علي نبي زاده دي...

https://p.dw.com/p/J7ca
ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی د عامو خلکو سره د ليدلو پر مهال
ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزی د عامو خلکو سره د ليدلو پر مهالانځور: AP

ډاکټر اشرف غني احمدزي د آلمان ږغ راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کي خپل د احتمالي حکومت نظر داسي څرګند کړی.

دويچه ويلی: ستاسوله نظره اوسنى سياسي اوامنيتي حالت څنګه ارزوۍ اوكه تاسوجمهوري رياست ته ورسيږي څنګه به سوله ټينګه كړۍ؟

احمد زی:اوسنۍ وضع ورځ په ورځ خرابيږي امنيت له درى جهتونه په خطر كى دى. امنيت نشته هرڅوك چى پيسى لري د اختطاف د خطرسره مخامخ دي. دويم بيكاري ده بيكاري خپله د بي امنۍ موجب ده او دريم جګړه روانه ده هره ورځ زمونږ په كور كى اور دي اوزمونږ په ټاټوبى كى وينه ده زه غواړم وينه بنده كړم اختطاف ختم كړم او بى كارۍ له منځه يوسم ددى د پاره چى وينه بنده كړو زه غواړم، چى دسولى يو درې كلن او اوه كلن چوكاټ مطرح كړم، چى په اوله مرحله كى مرور ورونه او مونږ يو اور بند وكړو هر څوك چى په افغانستان كي دي د افغانستان وګړى دى. اوبايدچوكاټ د مذاكراتوخلاص شي. ځكه دا جګړه په زورنه ختميږي، اما ددواړوخواونه قرباني غواړي او اصلي خبره داده چي د مرورتوب نه راوتل څه دي. زمونږ مرور ورونه وائى، چى دوى باندى بارورشوي ده اوبي عدالتي وه نوځكه زه غواړم ديوعادل نظام دراوستلوسره لكه چى خوشحال خان خټك واي وحدت ديوځان دي عدالت درست جهان دي.

په دى اساس باندى يووراي چى چوكاټ دعدالت راوړودافغانستان ولس به اعتبار وكړي بي له دينه چى عدالت راشي جګړه نشى ختميدى دوهمه برخه داده چى مونږبايديوځوان چى مرورشي مونږ بايددادخپل زوى توګه وبولونه داچى ټوپك راواخلواوبله برخه چى بى امنيتي ده په ښارونوكى زه هم غواړم په دى كى هم مجاهدينوديني علماواوقومي مشران له يوى خوانه اوتنقيص افسران له بلى خوانه داسى ګټه واخلم چى زمونږظرفيت په ښه توګه استعمال شي ددى لپاره لازمى ده چى ولس مشرهغه دنده چى سرقوماندان اعلى د اردو ده په بريالى توګه ترسره شي اوهراته ساعته وروسته يوامنيتي راپوروي اواسنجام وي دپوليس امنيت اوملي اردونن دغه نهادونه بالكل ملي شوي نه دي چى دابايدملي كړو چى داپه واقعى توګه ملي نه شي اودهروطنوال دقبول وړنه وي مونږ نه شوكولي سوله راوړو.

دويچه ويلي:تاسو د جمهوري رياست پست ته ورسيږي بهرنۍ پاليسى به موڅه وي په تيره بيا د ګاونډيانوسره به څه چلندولرۍ؟

احمدزی :زماپاليسي به په درى حلقوبناوي ګاونډى ممالكوسره اسلامي نړۍ سره اوباقي نړۍ سره په اولى برخى كى زمونږسياست دچين او تركمنستان نه شروع كيږي ځكه دوى سياسي مداخله په افغانستان كى نه ده كړي له اقتصادي نظره به چين زمونږ لوي بازاروي نوزه غواړم دبدخشان له لارى چين ته ورسيږواوفيض آباداوكابل دويوى خوانه اوبدخشان دلغمان اوننګرهارسره وتړوترڅوچى بدخشان مركزي حيثيت پيداكړي تركمنستان مونږته حياتي لاره ده اودتركمنستان دريل ګاډي مونږ ته حتمي دي باقي مركزي اسياهيوادوسره ګټه موداده دبلخ اوآمواوبه بايدپه برق باندى بدل كړونودلته ديوى لوى همكارۍامكان شته دى ايران سره مونږداقتصادي نظردرى بندرونوسره ارتباطات ټينګ كړوچى ابادان خرم شهراوچابهاردي اوهريودرى څوولاياتودمثبت تغييرموجب كيدى شي زه غواړم چى دافغانستان دضرورت وړتيل دايران څخه واخلم ځكه دادافغانستان دسركونوجوړولوقيمت څلويښت فيصده راټيټولى شي دمخدره موادودلرى كولولپاره هم ايران اوهم اروپامونږسره دجرم شريكان دى تقاضاددوى ده عرضه زمونږزه دانه منم چى يوازى مونږمجرمان يونوځكه دوى بايدمونږته دبازارپيداكولوزمينه برابره كړى اوپه ګډه په دى كى اقدام وكړى تر څو د يو بزګر افغان ورځنى عايددپنځوسوافغانيوڅخه دوه سوه ته ورسيږي نورټولوګاونډيانوسره زمونږاړيكى به داقتصادپه اساس وي اوهرګاونډي بايددااطمينان ولري چى دافغانستان خاوره په شمول دپاكستان ددوى په ضدنه استعماليږي دپاكستان سره زمونږاصلي خبره به په دى كى وي چى ترهه ګروساتل اوتقويه كول هغه اوردي چى په افغانستان كي نه پاتي كيږي اودوى به هم ورسره يوځاي سوځيږي .نوځكه پاكستاني چارواكى اومونږ بايدپه ګډه اقدام وكړوچى مشترك خطرلري شي

دويچه ويلي:كه تاسودجمهوررئيس په توګه وټاكل شۍنو د بهرنيو ځواكونو دوتلو په برخه كى په څه وكړۍ؟

احمدزی : لمړى برخى زمونږاصلاحات دمونږنه شروع كيږي دادوه برخى لري اول زه غواړم چى داردو اعلى سرقومانداني په اوله ورځ د ولسمشرۍكى ژوندۍكړم اوانسجام به وركړم كه انسجام رانشي اورشوت مخصوصا د پوليسو او نقصانه واك نه شي مونږنه شوكولى بهرنى ځواكونه وباسودويم دسولى يوچوكاټ پكاردي كه مرورورونه زمونږسره يودرى كلن اوربند ومنى ددرى كالوپه پاى كى زه دباندنيوځواكونودوتلوتاريخ ټاكم دريم برخه داده چى ددرى كالوپه منځ كى به دبګرام اونورمجالس وتړم اودايجابوي چى محابس په اساسي توګه اصلاح كړواوڅوك چى مجرم دى هغه نشى خوشى كيدلى يانه شى تښتيدلى اوڅلورم زمونږټول كړوترڅوخپل امنيت په خپله وساتواوپنځم يوه سياسي تګلاره به وي چى دهغه په چوكاټكى جنګ ته ضرورت پاتى نه شي.

دويچه ويلي:ستاسوپه نظام كى به دښځواونارينه وحقوق څه ډول وي ؟

احمدزی :هغه وخت چى زه دمالي وزيروم هم دخزائينواوهم دبودجى رئيسان دواړه ښځى وى اودوى وكړى شوپه ډيركفايت باندى دنياته وښائى چى قوت دمديريت اوكارلري نوزه نه غواړم چى يوحاشيوي دښځووزارت په داسى بنيادي مسئلى باندى كاروكړي دښځى مسوليت به درياست جمهوري نه په مستقيمه توګه ترنظرلاندى نيول كيږي اوټول وزارتونه به دامسوليت لري چى زمونږ دخويندوحقوق داسلام ددين سره سم اوداساسي قانون دارزښتونوپه رڼاكى تامين كړي.

جمال كوټوال /كابل

کتونکی. زيارمل
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل