1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر رمضان بشردوست سره مرکه

۱۳۸۸ مرداد ۲۰, سه‌شنبه

د افغانستان جمهوري رياست ته کاندي رمضان بشر دوست په غزني ولايت کي زېږېدلی. په حقوقو کي دوکتورالري. مرستيالان يې محمد موسی بارکزی او حفيظه معروف دي...

https://p.dw.com/p/J7cQ
ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر رمضان بشردوست
ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر رمضان بشردوستانځور: DW

ډاکټر رمضان بشر دوست د آلمان ږغ راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کي خپل د احتمالي حکومت پلانونه داسي څرګند کړل.

دويچه ويلي: داراته وواياست چى تاسواوسنى امنيتي حالت څنګه ارزوۍ؟

بشردوست : امنيتي وضعه ډيره خرابه ده بلكه دفاجعى وړده ماپه كونړ پكتيكاخوست كندز كى وليدل چى په څومترۍ كى دولايت سره جګړى روانى دي په خوست اوپكتيكاكى څوځان مرګي بريدونه هم شوي دي ولايت په مقام حملى شوي دي په كابل كى دارګ په څومترۍ كى دعدلى په وزارت حمله وشوه دهرى ورځي په تيريدوسره امنيت خراپيږي اوخلكوژوندئى تريخ كړي دي څنګه كولى شوامنيت تامين كړوزماپه نظراول بايدوپوهيږوچى انګيزه ئى څه ده زماپه نظرپه حكومت كى داسى كسان شته دي چى لاسونه ئى دخلكوپه وينوسره دي هغه نن والي دي وزيردي نن قوماندان دي اوپه خپله ولس مشرهم پكښى غټ مسوليت لري .

دويچه ويلي : كه تاسوجمهوري رياست ورسيږي نو د بهرنيو ځواكو نو د ايستلو په برخه كى به موپلان څه وي ؟

بشردوست: بهرنى ځواكونه چى دلته راغلي دي دملګروملتودامنيت د شورا يوه فيصله نامه ده چى په افغانستان كى جګړه ده دلته تروريستان دي مونږ بايد اول جګړه بنده كړوامنيت راوړو بياهغوى ته دخرڅ پيسى هم وركړو په طياره كي كښېنو په فلسطين كي ادرس وركړو چي هلته جهاد وكړی او ورته

ووايو ادرس ئى غلط كړي دي كه مونږ جنګ ورک کړو او د خلفاوراشدين په توګه حكومت جوړكړو دامريكايانو د پاته كيدوهيڅ دليل نشته.

دويچه ويلي: تاسو د دولت د مخالفانواوطالبانوسره د روغي جوړي څه امكانات وينۍ؟

بشر دوست: زماپه نظركى دولت يوكيك نه دي چى هغه تقسيم شي چى طالب دي داڅوكۍ ولرى مجاهد دي داولري خلقي او پرچمي داڅوكۍ ولري هزاره پښتنانه ازبك اونورمشخصى څوكۍ ولري. نه دولت دخدمت يوه وسيله ده هر افغان چى هغه تقوى ولري تعهدولري تخصص ولري تجربه ولري پرته له دې چي زه ترې پوښتنه وكړم چى د كوم ځاى دي په كومه ژبه خبرى كوى دكوم تنظيم دي هغه ته بايدچانس وركړه شي. زه نشم كولى چى يو ظالم يواجير زماپه حكومت كى پاته شي هغه چا، چى دخلكو وينى توى كړي دي د خلكوځمكى په زور سره اخستي دي كه طالب وي كه مجاهد كه خلقي كه پرچمي كه هزاره كه پښتون كه ازبك كه هرڅوك وي كه زماپلاروي هغه به زماپه دولت كى ځاى ونلري.

دويچه ويلي:تاسو د اقتصادي بحران د ليرى كولولپاره څه پلان لرۍ؟

بشر دوست : دتوكيواقتصادي پاليسي سل په سلوكي غلطه وه. مونږ بايد نوې اقتصادي پاليسي جوړه كړو. مونږ بايدداوبو د بندونو جوړولو ته لومړيتوب وركړو. مونږ څلوراويامليارده مكعب متره اوبه لرو

يوازى د لسوملياردو نه ئى ګټه اخلوپاته شپيته مليارده پاكستان ايران او مركزي اسياته ځي. موږ لس ميليونه هكتاره ځمكه لرو يوازى د دوه ميليونه هكتاره نه ګټه اخلوكه مونږ درې څلور غټ بندونه جوړكړواو د ښتى خړوبه كړو مونږكولای شو،چى هم افغانانوته ډوډۍ وركړو هم كاروكړوهم نوروهيوادونوته خپل حاصلات صادركړو.كه اوبه ولرومونږكولای شو برښناولرو كه مونږ بريښناولرو يوازى افغانان به ټول بريښناونه لري، بلکي زياتى فابريكى به هم فعالى شي اوتوليدات به زيات شي. مونږڅلورسوه ډوله معدونونه لرو دا نن يوڅوزورورخلكودشخصي گټي لپاره ځانګړي كړي دي مونږ بايددملي ګټوپه نظركى نيولوسره ترى مسلكي استفاده وكړو.

دويچه ويلي: ستاسو بهرنی سياست به څه وي اودګاونډيوهيوادونوسره به مو چلندڅه ډول وي ؟

ډاکټر بشر دوست: زماد بهرنى سياست اساسي ټكى ملي ګټى دي د دې دپاره زه غواړم د غو هيوادونو ته ووايم چي موږ خپل قوت او استعداد يوځاى كوو ايران، پاكستان او د مركزي اسيا هيوادونوته وايم ددې پر ځاى چى مونږ خپلي پيسې يو د بل د وژولو لپاره ولګو راڅۍ چى دغه پيسى د جوړولو لپاره په كار واچوو.

دويچه ويلي:تاسودبيان اومطبوعاتوازادۍ ته په كومه سترګه ګورۍ؟

بشردوست: دغه ازادي زما د قناعت وړ نه ده، ځكه چي دولت ځيني ژور ناليستان په زندان كي اچولي دي. د رسنيومتصديان په ازادانه توګه كار نشي کولای كه ژورناليست حقيقت وواي هغه بر طرفه كوي ځكه خو ژورنالستان مجبور شوي دي، چي خپل ځانونه سانسوركړي.

دويچه ويلي: تاسو د ښځو او نارينه و مساوي حقوقوته په كومه سترګه ګورۍ؟

بشردوست :زماپه فلسفه كي زماپه نظر په يوه ټولنه كى د ښځى او نارينه مو جوديت او همدا رانګه هزاره، پښتون، ازبك، تركمن او نور ټول يو افغانان دي او په افغانستان كى ژوندكوي يوشان ته ګتى اوحقوق لري زما اساسي هدف او معيار دادى، چى هرڅوك چى په دي خاوره كى ژوندكوي د انسان په حيث ورته وګورو.

دويچه ويلي: تاسوبه د ملي يووالى لپاره څه ستراتيژي ولرۍ؟

بشردوست: ځيني كانديدان وايي، چي موږ ښځوته حقوق وركوو كار وركوو مګر هيڅ كانديد مي نه دى ليدلى، چي خپلي ښځى ته د كار او تعليم حق وركړي. ددوى ښځي داكټراني استاداني دي مګر په كوركي يې كښېنولي دي خبري كوي او عمل نه كوي.ملي يووالى دانه دى چى يوقاتل اوخائن ته په كابينه كى ځاى وركړي داملي يووالي نه دى ماخپل كمپاين د پښتنو ولايتونوڅخه پيل كړي دي.

دويچه ويلي: دچاپيريال ساتني په اړه به ستاسو د مشى غټ ټكى څه وي؟

بشردوست: زما د پروګرام او لويت كرنه سمسورتيا او د چاپيريال ساتنه ده دا د هر افغان دنده ده، چي دكابل د ښار اوسنۍ ككړتياپه له منځه وړلوكى ونډه واخلي، بې كيفيته تيل بندشي فابريكې بايدخپل ځاى كى جوړشي.

جمال كوټوال / كابل

کتونکی. زيارمل