1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر بارک اوباما خپله نوماندي ومنله

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه

بارک اوباما د امریکا متحده ایالاتو په راروانو ولسمشري ټاکنو کې په رسمي ډول خپله نوماندي ومنله. هغه پخپله بیانیه کې پر خپل جمهوري غوښتونکي سیال میت رامني باندې سختې نیوکې وکړې. په امریکا کې په نومبر میاشت کې ټاکنې کیږي.

https://p.dw.com/p/164nl
انځور: Reuters

اوباما په شمالي کلورینا کې د دموکراتانو په ګوندي غونډه کې د دویم ځل له پاره د امریکا د ولسمشر په توګه خپله نوماندي ومنله. په دې غونډه کې د دموکراتانو ۶۰۰۰ استازو او په زرګونو نورو پلویانو ګډون کړی وو.

اوباما په خپله بیانیه کې وویل چې که د ولسمشر په توګه وټاکل شي نو په میلیونو نوې دندې به رامنځ ته کړي، څلور بیلیونه ډالره په وسپموي او په نړۍ کې به د امریکا نقش لا پسې بیاوړی کړي. اوباما زیاته کړه:

«ما هیڅ کله هم نه دي ویلي دي چې دغه لاره اسانه ده. زه به اوس هم دغه ډول ژمنه و نه کړم. هو، زموږ لاره ستونزمنه ده، خو دا لار یوه ښه ځای ته رسیږي. زموږ لار اوږده ده خو موږ به ورباندې له یو بل سره یوځای سفر وکړو.»

اوباما همداراز پر خپل جمهوري غوښتونکي سیال میت رامني باندې نیوکې وکړې. هغه وویل چې رامنې او مرستیال ئې لا تر اوسه پورې د نړیوال سیاست له پاره چمتو نه دﺉ:

«زما سیال او د هغه مرستیال په نړیوال سیاست کې تجربه نه لري... تاسو نه شئ کولای چې د القاعدي په موجودیت کې روسیې ته د امریکا د ستر دښمن خطاب وکړئ.»

اوباما وویل چې امریکا په تیرو څو لسیزو کې اوس د ولسمشري په ټاکنو کې له یوه ډیر ساده انتخاب سره مخامخ ده. هغه په دې ترتیب سره وغوښتل چې خپل ځان د جمهوري غوښتوونکو له نوماند میت رامني سره پرتله کړي.

تر اوباما مخکې د هغه مرستیال هم خپله نوماندي منلې وه. هغه ویلي وو چې اوباما به په راتلونکو کلونو کې هم د امریکا د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو او د نوو دندو د رامنځ ته کولو په موخه کار وکړي.

د دموکراتانو په گوندي غونډه کې د نورو تر څنگ د هالیود یو شمیر ستورو هم له ولسمشر اوباما څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. په دغو ستورو کې ایفا لنگوریا، سکارلت جانسن او کیرې واشنگټن شاملې وې.

د اقتصاد له پاره لا ډیر وخت ته اړتیا شته

دموگراتانو د سه شنبې په ورځ خپله گونډې غونډه پیل کړه. هغوی د دې غونډې له پیل راهیسې پر جمهوري غوښتونکي نوماند میت رامني باندې نیوکې کړي دي.

تر اوباما مخکې د هغه میرمن میشایل اوباما هم دغې غونډې ته خبرې کړې وې. هغه له امریکایانو څخه غوښتي ول چې اوباما ته د امریکا د اقتصاد د ښه کولو له پاره لا ډیر وخت ورکړي.

رامنې ویلي دي چې که د امریکا ولسمشر شي نو ۱۲ میلیونه نوې دندې به رامنځ ته کړي. هغه زیاته کړې ده چې دا چې هغه یو بډای سوداگر دئ، نو کولای شي چې د اوباما په پرتله په ښه ډول د امریکا اقتصاد وژغوري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض