1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر ترمپ خپل د دفتر رئيس ګوښه کړ

۱۳۹۶ مرداد ۷, شنبه

رينس پريبوس نور په سپينه ماڼۍ کې د دفتر رئیس نه دی. د هغه چوکۍ ترمپ د کورني امنيت پخواني وزير، جان کېلي، ته ورکړه. خو دا به ښايي په دې معنی نه وي چې د ترمپ د کاري ډلې د غړو تر منځ به د واک په سر رقابتونه پای ته ورسيږي.

https://p.dw.com/p/2hLpB
Kombobild Reince Priebus und John Kelly
انځور: Reuters/J. Roberts

د تويتر د لارې ولسمشر ترمپ د رينس پريبوس په هکله ځينې ستاينونکې څرګندونې وکړې: ويې ليکل چې هغه يو «ښه سړی» دی چې خپل هېواد ته يې «ښه خدمت» کړی دی. دا کار وروسته له هغه وشو چې د دفتر رئيس ورسره په طياره کې تر الوتنې وروسته له هغه سره يوې ليدنې کتنې ته تللی وو. له دې لږ وروسته يې خپل د دفتر رئيس له دندې څځه ګوښه کړ.

د دغه ۴۵ کلن حقوقپوه ځای به اوس جان کېلي، ونيسي چې پخوا د پوځ جنرال وو. ترمپ له هغه څخه د تويتر د لارې ډېره زياته ستاينه وکړه، ويې ليکل: «هغه يو پياوړی امريکايي او يو ستر رهبر دی».

کېلي د ترمپ په قول د کورني امنيت د وزير په توګه يوه «ډېره ښه کارنامه» لري او په حکومتي اداره کې «يو اصلي ستوری» دی. دغه خبره ترمپ د ۶۷ کلن کېلي تر مقررېدو وروسته وکړه.

د توطيو اوج

د ولسمشر د دفتر پخوانی رئيس، رينس پريبوس د يو څو اوونيو راهيسې تر فشار لاندې راغلی وو چې وار په وار يې ملاتړکوونکي ورڅخه راکم شوي ول. د هغه وروستی طرفدار، مطبوعاتي وياند، شان سپايسر، وو چې تېره اوونۍ يې استعفا ورکړې ده.

دا چې پريبوس په څومره ضعيف موقعيت کې قرار درلود، د ابلاغيې د نوي رئيس، انتوني سکاراموچي، د سختو لفظي بريدونو څخه څرګنديږي. هغه پريبوس په علني توګه يو «سايګوفرېنيک پارانويد» بللی وو چې يو ډول رواني ناروغ ته وايي. ترمپ په هغه وخت کې مداخله ونه کړه او په دې ترتيب يې د خپل دفتر د رئيس ګوښه کېدلو ته لاره هواره کړه. ترمپ ته له نژدې کړيو څخه اورېدل کيږي چې ولسمشر د دفتر په رييس يعنې رينس پريبوس کې اعتبار له لاسه ورکړی او د ده په وړتيا کې هم شک درلود. دا په داسې حال کې ده چې په دې آواخرو کې د قوانينو ډېر وړانديزونه له کانګرس څخه نه وو تېر شوي. په دې وروستيو کې د روغتيا په برخه کې د ترمپ له خوا اعلان شوي اصلاحات هم په دريم ځل ناکامه شوي وو.

کتونکي د سپينې ماڼۍ د قدرت د مرکز په بدلونونو کې د دې ثبوت ويني چې په راتلونکي کې به د جرايمو د تعقيب په برخه کې لا ټينګ تدابير پورته شي. داسې ويل کيږي چې ترمپ د نيو يارک په آيالت کې له لونګ ايلنډ سيمې څخه د ليدنې پر مهال پوليس دې ته هڅولي دي چې د خلکو د نيونې پر وخت دې له زيات تشدد څخه کار واخيستل شي. د هغه په خبره د نيول شوو کسانو په وړاندې زيات تاوتريخوالی «ډېر سم کار دی» او پوليس بايد «ډېر مهربانه ونه اوسي» کله چې هغوی يو مشکوک مجرم د پوليسو موټر ته ورکاږي.

دغسې ورته څرګندونې او د پريبوس او کېلي د ګوښه کېدلو او ځای نيولو مساله به ښايي د دونالد ترمپ او د جمهوري پال استابليشمنټ يا مخکښې طبقې تر منځ ارتباطات لا خړ پړ کړي. همدا اوس ګوښه شوی پريبوس او هم د سکاراموچي د مقررېدو په پايله کې مستعفي شوی وياند، سپايسر، دواړه د جمهوري غوښتونکو په ملي کميټې پورې تعلق لري، دا هغه ډله ده چې د ولسمشر او د جمهوري پال ګوند تر منځ د ارتباطاتو يو پُل بلل کيږي.