1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر حامد کرزي په ډ ېرسخت حالت کې امريکې ته سفر کړی

۱۳۸۶ مرداد ۱۵, دوشنبه

په افغانستان کې د برمته نيولو په ستونزه کې طالبان په دې هڅه کې دي چې پر ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر بوش باندي فشارونه ډ يرکړي.

https://p.dw.com/p/DK8x
ولسمشر کرزی ډ يوډ کمپ ته تررسيد و ورسته له ولسمشر بوش سره
ولسمشر کرزی ډ يوډ کمپ ته تررسيد و ورسته له ولسمشر بوش سرهانځور: AP
همدا نن چې ولسمشر کرزی او جورج بوش په واشنگټن کې سره گوري طالبانو يو ځل بياپه جدي توگه ددې غوښتنه کړي چې د 21 برمته کوريايانو په بدل کې بايد د دوئ بند ي ملگري خوشي کړل سي.
د طالبانو يوه وياند نن دا خبره په ډاگه کړې چې د برمته سوو کوريايانو د ژوند اومرگ مسأله د بوش او کرزي په لاس کې ده.
خوولسمشر کرزي لا له وړاندي دا خبره رد کړې وه چې د يوويشتو برمته سوو کوريايانو په بدل کې دي د طالبانو بند يان خوشي کړل سي.
ولسمشر کرزی او بوش نن په ډ يوډ کمپ کې سره گوري او د افغانستان پر روانو حالاتو به اړ ارخيزي خبرې وکړې .