1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني بالاخره د کندز او هلمند په اړه خبري وکړې

۱۳۹۵ مهر ۱۹, دوشنبه

افغان ولسمشر له افغانستان سره د هندوستان د نويو مرستو اعلان، له حزب اسلامي سره د سولي تړون بې اهمیته ښول او د بروکسل کنفرانس تر شعاع لاندې راوستل، د کندز ښار جګړې د اصلي لاملونو په توګه په ګوته کړي دي.

https://p.dw.com/p/2R44B
Aschraf Ghani Präsident von Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

په کندز کې له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د ښار د کنترول پر سر نښتې روانې دي، خو ولسمشر تر ډیره وخته پورې د دغې جګړې په اړه له رسنیو او خلکو سره خبرې نه وې کړې. افغان ولسمشر محمد اشرف غني، بالاخره د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه ویدیويي پیغام کې د کندز او نورو ولایتونو د وروستیو جګړو د لاملونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د افغانستان دښمنانو غوښتل چې د حملو په زیاتولو سره د بروکسل په غونډه کې له افغانستان سره د مرستو کار اخلال کړي، خو د دین او دنيا له شرمندګۍ پرته یې بل څه په برخه نه شول. ستاسو خدمتګاران له بروکسل څخه په ډګ لاس راستانه شوي دي.»

په بروکسل کې د کنفرانس له پیلیدو سره سم طالبانو په يوه کال کې د دوم ځل له پاره ځانونه د کندز ښار تر مرکزي چوکه پورې ورسول او له هغه ځایه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپلې تبلیغاتي ویدیوګانې خپرې کړې. که څه دغه یاغیان په لنډه موده کې د ښار له دې سیمې څخه پر شا وتمبول شول، خو هغوی اوس هم د ښار په ځینو سیمو کې حضور لري او له افغان ځواکونو سره جنګیږي.

د ولسمشر غني په حواله د بروکسل کنفرانس پر مهال د کندز د جګړې تودیدل کومه تصادفي خبره نه ده، ځکه د «جهل پیروانو» غوښتل په دې ډول له افغانستان سره د نړیوالي ټولني ژمنې تر پوښتنې لاندې راولي: «د وروستیو بریدونو یو لوی هدف دا وو چې په وارسا کې د نړيوالو ژمنې تر پوښتني او د بروکسل غونډه تر شعاع لاندي راولي.»

د بروکسل کنفرانس د وارسا تر کنفرانس وروسته، د افغان حکومت له پاره ډیر مهم وو. په داسې حال کې چې د ناټو غړو هیوادونو په وارسا کې تر ۲۰۲۰م کال پورې د افغان ځواکونو د تمویل او تجهیز ژمنه وکړه، په بروکسل کې بیا تر۹۰ ډیرو هیوادونو او نړیوالو سازمان ژمنه وکړه چې تر۲۰۲۰م کاله پورې به له افغانستان سره تر ۱۵ میلیاردو ډالرو ډیري پرمختیایي مرستې وکړي.

هند هم یو له هغو هیوادونو څخه وو چې په دې کنفرانس کې یې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستو ژمنه وکړه. د ولسمشر غني په خبره دې موضوع هم یاغیان نورو بریدونو ته هڅولي دي: «له هند او د سیمې له ځینو نورو هیوادونو سره د افغانستان د اړيکو زیاتیدل او د هند د یو میلیارد ډالرو مرستې اعلان یو بل لامل وو چې د افغانستان د ترقي او استقلال دښمنان یې نارامه کړي.»

له حزب اسلامي سره د سولې تړون چې په تیرو ۱۵ کلونو کې د سولې په برخه کې د افغان حکومت لومړۍ عملي لاس ته راوړنه بلل کیږي، د افغان ولسمشر په خبره د کندز د جګړې بل لامل دی. ولسمشر غني ټینګار وکړې چې یاغیان غواړي په دې سره د سولې په برخه کې دغه لاس ته راوړنه بې اهمیته وښيي: «د دوی بل مقصد دا وو چې د له حزب اسلامي سره د سولې موافقه بې اهمیته وښيي.»

د جګړې د پای ته رسیدو ډاډ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په خپله ویدیويي بیانیه کې د کندز اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: «کندز ته تازه دمه قوا رسیدلې ده او د افغانستان دښمنان به خامخا د خپلو عملونو سزا وویني.»

هغه همداراز د هلمند، فراه، روزګان او د افغانستان په نورو ولایتونو کې جګړې ته په اشاره کولو سره وویل: «دغه راز په نورو هغو سیمو کې چې د جهل پیروانو حملې کړي وې ناکامه شوي او یا هم د ناکامۍ په درشل کې دي.»

ولسمشر غني په خپله بیانیه کې د بروکسل د کنفرانس د لاس ته راوړنو او همداراز له نړیوالي ټولني سره د اړیکو د ښه کیدو په اړه معلومات ورکړل او ټینګار یې وکړ چې تر دې وروسته به په عمل کې د اقتصادي طرحو د عملي کیدو بهیر پیل شي.