1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د جلریز د پیښې د څیړنې غوښتنه کړې

۱۳۹۴ تیر ۱۴, یکشنبه

کابل د شنبې په ورځ وویل چې له شلو څخه د ډیرو پولیسو د وژل کیدو په اړه به څیړنه وکړي. څیړنه تر هغه وروسته په لاره اچول کیږي چې له طالبانو سره په جګړه کې د وژل شویو سرتیرو کورنیو پر دولت په وخت د مرستې نه رسولو تور لګولی.

https://p.dw.com/p/1FsyI
انځور: picture alliance/landov/Xinhua/Ajmal

په سلهاو طالبانو د پنجشنبې په شپه په جلریز ولسوالۍ کې د ځايي پولیسو (ځايي پولیسو) له خوا پر کنترولیدونکو پوستو باندې بریدونه په لاره واچول. په دې سیمه کې جګړې شاوخوا ۲۴ ساعته دوام وکړ.

په دې جګړه کې شاوخوا ۲۳ ځایي پولیس وژل شوي دي. له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه وژنې «جنګي جنایت» بللی دی او د یوې څیړنې د په لاره اچولو غوښتنه یې کړې ده.

تر دې پیښې وروسته د شنبې په ورځ په سلهاو افغان سرتیري سیمې ته ورسیدل او جلریز ولسوالۍ یې له یاغیانو بیرته ونیوله. خو د وژل شویو ځایي پولیسو کورنۍ وایي چې حکومت دغو سرتیرو ته په وخت د مهماتو په رسولو کې پاتې راغلی دی.

محمد عارف چې د یوه وژل شوي سرتیري خپلوان دی د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دا ټول د دولت د بې توجهې له کبله شوي دي. د جلریز شاوخوا ته ډیرې دولتې پوستې موجودې وې خو هیڅوک هم د دغو سرتیرو په کیسه کې نه دي شوي. دولت د دغو کسانو د وژل کیدو مسوول دی.»

عارف زیاته کړې ده چې له خپل اکا سره یې چې په جګړه کې وژل شوی دی تر وروستۍ شیبې پورې هم خبرې کولې: «هغه موږ ته په وروستۍ اړیکه کې وویل چې یوازې اووه مرمۍ یې پاتې دي. هغه مخه ښه وکړه او بیا یې تیلفون قطع کړ. بیا مو د هغه غږ وا نه ورید.»

په کابل کې د یکشنبې په ورځ په سلهاو کسانو د دولت د «نه پاملرنې» له کبله مظاهرې وکړي. مظاهره کوونکو پر دولت باندې نیوکې کړې دي چې د جلریز د پیښې پر وړاندې يې په وخت غبرګون نه دی ښوولی.

طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دا چې افغان ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په پای کې د افغانستان امنیتي مسوولیتونه پر غاړه اخیستې دي نو په منځ کې يې د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب