1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د درو اوونیو په منځ کې بیا له طالبانو سره وینو

۱۳۹۴ تیر ۲۴, چهارشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ته د خپل سفر پر مهال وویل چې د درو اوونیو په منځ کې به یې حکومت د طالبانو له استازو سره یو ځل بیا وویني او د سولې پر موضوع باندې به بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/1FywB
انځور: DW/H. Hashimi

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ خوست ته ورسید تر څو په دغه ولایت کې د وروستیو بریدونو د قربانیانو کورنیو سره غم شریکي وکړي. هغه د خوست اوسیدونکو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نه شي حلیدای او له همدې کبله یې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړي دي.

غني زیاته کړه: «اول قدم واخیستل شو. د درو اوونیو په منځ کې به دویمه کتنه وشي. پر دې باندې په دقت کار کوو.»

ولسمشر غني روښانه کړه چې افغان حکومت غوښتل په روانه میاشت کې د پاکستان په اسلام آباد کې د ترسره شویو خبرو اترو له لارې لومړی تر سره شوې لیدنه په یوه بهیر بدله کړي او دویم دا چې د طالبانو د غوښتونو د یوه فهرست ترلاسه کړي. هغه وویل: «څه موضوعات چې ورونه [طالبان] لري پر کاغذ دې واچوي [...] دا خبره په جګړو او وژنو نه شي حلیدای.»

غني په عین حال کې ګواښ وکړ چې که څوک له افغانانو سره جګړه کوي نو ځواب به یې په جګړې ورکړل شي: «ما جګړه نه ده پیل کړی. جګړه پر موږ تپل شوې ده. څوک چې له موږ سره جنګږیږي په میړانه یې ځواب وایو. خو هدف مو پایه داره سوله ده.»

په روانه میاشت کې پاکستان د لومړي ځل له پاره په رسمي توګه د افغان حکومت او طالبانو د استازو د خبرو اتو کوربه توب وکړ. په دغه لیدنه کې د امریکا متحده ایالاتو او چین استازو هم د ناظرینو په توګه ګډون کړی وو.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې و نه ویل چې طالبانو ورڅخه څه غوښتي دي او دا چې دغه خبرې اترې په کومه سطحه ترسره شوي خو یو شمیر کارپوهان وايي چې طالبانو په دغه لیدنه کې یو ځل بیا د پخوا په څیر له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ لیدنه د سپینې ماڼۍ، ملګرو ملتونو او پاکستان له خوا وستایل شوه خو یو شمیر کارپوهان بیا په دې اړه اندیښنه لري چې په دغو خبرو اترو کې ښکیل کسان د ټولو طالبانو استازيتوب نه کوي او کیدای شي چې تر یوې احتمالي پایلي وروسته هم په دغه هیواد کې جګړه دوام ومومي.

افغانستان تل له پاکستان څخه غوښتي دي چې د سولې په بهیر کې وروسره مرسته وکړي او ښايي د وروستۍ غونډې له پاره د لارې له هوارولو سره دغه هیواد د افغانستان غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی وي. ولسمشر غني په خوست کې د خپلو خبرو پر مهال وویل چې په سیمه او نړۍ کې يې د افغانستان د سولې په اړه یوه اجماع رامنځ ته کړې ده. هغه زیاته کړه: «ټوله نړۍ ما اجماع ته راوستې ده چې افغانستان باید د همکارۍ ځای وي نه د ټکر. ټوله منطقه ما پر دې قانع کړې چې افغانستان به راتلونکې ولري او پر کوم هیواد پورې به تړلی نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا محمد عمر، د اختر په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویلي دي چې «خبرې اترې هدف ته د رسیدو یوه مشروع لار ده».

که څه هم تر دې مخکې طالبانو د افغان حکومت او د دغې ډلې د استازو تر منځ لیدنې ردولې خو د وروستۍ ناستي په اړه د دغې ډلې ویاندانو تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب