1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د کندز د استخبارتو رئيس له دندې گوښه کړ

۱۳۹۴ آذر ۵, پنجشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د پنجشبې په ورځ کندز ته سفر وکړ او هلته ئې په يوه امنيتي غونډه کي گډون وکړ. غني په دغه سفر کي د کندز د استخبارتو رئيس له دندې گوښه کړی او ويلي ئې دي چي د پوليسو شل تنه افسران به هم گوښه کړي.

https://p.dw.com/p/1HCmA
Afghanischer Präsident Ashraf Ghani
انځور: picture alliance/AP Images/R. Gul

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هغه وروسته کندز ته سفر کړی چي تيره ورځ په کابل کي د امریکايي ځواکونو پوځي قوماندان په کندز کي د بې سرحده داکټرانو پر روغتون باندي بمبار يوه انساني تيروتنه وبلله.

د افغانستان د جمهوري رياست دفتر د راپور له مخي اشرف غني په کندز کي په يوه امنيتي غونډه او خلکو سره د لیدني پرمهال د دغه ولايت د استخباراتو مشر له دندې گوښه کړ«او لار ښوونه ئې وکړه چي د ملی امنيت هر غړي چي پخپله دنده کي غفلت کړی بايد له دندې گوښه سي.»

غني دغه راز د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده، چي د پوليسو هغو افسرانو چي د کندز د سقوط پر مهال ئې په خپلو دندو کي غفلت کړی دئ، له دندو گوښه کړي. غني ويلي دي، هغه چا چي په خپلو دندو کي غفلت کړی دئ له پوځي اصولو سره سم به عدلي او قضايي پوښتني گروېږني ځني وسي.

د جمهوري رياست د خبر پاڼي له مخي جمهور رئيس په دغه سفر کي په کندز کي په دريمه درجه د درو ولسواليو د جوړولو غوښتنه منظور کړې ده.

په دغه خبرپاڼه کي راغلي دي چي دغه درې ولسوالۍ به د «کلباد، گل تپه او آقتاش» وي.

پر روغتون بمبار انساني تيروتنه وه

د امریکا متحدو ایالاتو د پوځ یوه لوی چارواکي ویلي دي چې د اکتوبر میاشتې پر دریمه نیټه په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو یا «ام اس اف» پر روغتون باندي د برید په هکله د متحدو ایالاتو د رسمي څیړنو پایله ښيي چې دا د «مخنیوي وړ پیښه» وه.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو امریکايي قوماندان جنرال کمپبل دا یوه «غمجنه تیروتنه» بللې او هغه یې د یوې انساني تیروتنې په توگه یاده کړې ده.

دغه امریکایي جنرال په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې امریکایي پرسونل د هدف په تعینولو کې تیروتی دی او فکر یې کاوه چې په څو سوه مترۍ کې پر یوې بلي ودانۍ باندي برید کوي چې ویل کیږي یاغیانو پکښې دي.

جان کمپبل په کابل کې د ناټو په مقر کې خبریالانو ته ویلي دي: «امریکایي پوځونه به هیڅکله پر روغتون یا خوندي شوي تأسیساتو باندې قصدي برید و نه کړي.» د جان کمپبل په خبره هغه انفرادي کسان چې له دغې پیښې سره نزدې تړاو لري دندې یې ځنډول شوي دي.

کمپبل د هغو کسانو چې دندې یې ځنډول شوي نومونه او نور جزئیات په ډاگه نه کړل خو ویې ویل چې د پوځي عدالت او یا هم د اداري انظباط د سیستم په چوکاټ به له هغوی څخه پوښتني گرویږني وشي.

په همدغه خبري کانفرانس کې برید جنرال ویلسن شوفنر وویل چې په دغه برید کې ځیني دخیل امریکایي پرسونل د متحدو ایالاتو د ماموریت اصول نقض کړي دي. هغه ویلي دي په داسې حال کې چې د متحدو ایالاتو پوځ په عین وخت کې د دغو کسانو هویت خوندي ساتي، د بشپړ ځواب ويول ډاډ هم ورکوي.

۳۰ دقیقي بمبار

۳۰۰۰ مخیزي څېړنه ښيي چې د متحدو ایالاتو هوایي ځواک اصلا غوښتل چې د روغتون څخه ۴۱۰ متره وړاندي د طالبانو له خوا کنترولیدونکې ودانۍ وولي. په رپوټ کې راغلي دي چې AC-130 ډوله جنگي الوتکې عملې د الوتکې د ابزارو پر ځای پر هغو معلوماتو باندي تکیه کړې ده چې د امریکایي او افغان ځانگړو ځواکونو له لوري ورکړل شوي وو.

رپوټ زیاتوي چې په دې هکله شواهد نه دي موندل شوي چې په سیمه کې د امریکایي ځواکونو قوماندان چې د دغه برید امر یې ورکړی وو له دې خبر وو چې په نخښه شوی هدف یو روغتون دی.

مخکې له دې چې قوماندان په تیروتنه پوه شي او د برید د دریدو امر وکړي، الوتکې د ۲۹ دقیقو په موده کې پر ودانۍ باندې ۲۱۱ فیرونه کړي ول.

بې سرحده ډاکټرانو پر خپل دغه روغتون باندې برید د یوه «جنگي جنایت» په توگه عنوان کړی دی. د متحدو ایالاتو د رپوټ له مخې په دغه برید کې د بې سرحده ډاکټرانو د ۱۲ روغتیا پالو په گډون لږ تر لږه ۳۱ تنه ملکي کسان وژل شوي او نور ۲۸ ټپیان شول.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د دغې پیښې له کبله تر مخه لا بخښنه غوښتې وه. خو بې سرحده ډاکټران د یوه نړیوال بشري کمېسیون له لوري د دغې پیښې د څیړلو غوښتنه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب