1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزي د سولي شورا جوړه کړه

۱۳۸۹ شهریور ۱۴, یکشنبه

په ملک کي د ټيکاو د راوستلو او د ناراضيانو د پخلا کولو په موخه د افغان دولت په نوښت د سولي ملي شورا جوړه او غړي يي بشپړل شول.

https://p.dw.com/p/P4eJ
ولسمشر کرزیانځور: AP

د دغه نوښت مشري افغان جمهور ريس حامد کرزي کوي.

کرزي له طالبانو سره په جګړه کي په دي ورستيو کي تر ډيره بريده له نرمښت څخه کار اخلي او هڅه کوي چي خپل وسله وال مخالفين د خبرو له لاري سولي ته را مات کړي.

د ولسمشر له دفتر څخه په کابل کي دويچه ويلي راډيو ته په يوه استول سوي وينا پاڼه کي راغلي چي د دغي شورا مشرتابه پرون د ولسمشر په ګډون په شاهي ارګ ماڼۍ کي خپله غونډه وکړه او پاته ټول غړي يي وټاکل.

د سولي د عالي شورا د جوړيدو په موخه افغان ولسمشر حامد کرزي، د کابنيي له غړو، جهادي او سياسي مشرانو سره څو پرله پسي غونډي وکړي او بالاخره د شنبي د ورځي په غونډه کي د دغي شورا غړي وټاکل شول.

د سولي عالي شورا د سولي د ملي مشورتي جرګي په سپارښتنه جوړه سوي.

د دغي شورا دنده ده چي د سولي د ملي مشورتي جرګي سپارښتنو ته د عمل جامه ور واغوندي.

له زندانونو څخه د مخالفينو آزادول او همدا راز نارضيان د وسلي ايښودلو ته اړ ايستل هغه موخه ده چي د سولي ملي شورا ورته رسيدل غواړي.

څو مياشتي مخکي په کابل کي د سولي ملي مشورتي جرګي وړانديز وکړ، چي له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره دي يوه عالي شورا جوړه سي.

د افغانستان د جمهوري رياست چارواکي هم د دغي شورا جوړيدل په هيواد کي د سولي راوستلو پر لور يو مهم ګام بولي.


که څه هم چارواکي وايي، چي د سولي عالي شورا د غړو نومونه به له کوچني اختر وروسته خپاره شي، خو د دي شورا د جوړيدو په غونډه کي له جهادي مشرانو څخه استاد برهان الدين رباني، عبدالرب رسول سياف، صبغت الله مجددي، کريم خليلي او محمد محقق هم ګډون کړي و.

د سياسي چارو کارپوهان هم د سولي د عالي شورا رامنځ ته کول د سولي لپاره يوه ښه ګام بولي، د سياسي چارو يو تن کار پوه احمد سعيدي وايي، چي دغه شورا بايد له داسي کسانو جوړه شي، چي وسلوال مخالفين او د جګړي نوري ډلي پري باور ولري، خو سعيدي انتقاد کوي چي د دي شورا د جوړيدو په غونډه کي داسي کسانو برخه اخيستي وه، چي د نوموړي په وينا د باور وړ نه دي.


له تيرو څو کلونو ر اهيسي په افغانستان کي د ملي پخلايني تر نامه لاندي يوه کميسيون چي مشري يي حضرت صبغت الله مجديدي کوله کار کاوه .

خو نوي شورا به ډير صلاحيتونه او همدا راز د نړيوالو له پوره ملاتړ څخه برخمنه وي.

په شورا کي پخواني طالب قوماندانان، ديني عالمان، د کابيني غړي، مخور، د ولسمشر سلاکاران او يو شمير قومي با نفوذه مشران شامل دي.

ټاکل شوي چي دغه شورا په قاطعيت او جديت سره د سولي د ملي مشورتي جرګي پر مهال تر بحث لاندي نيول شوي مسلي تعقيب او ورته د عمل جامه ور واغوندي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل