1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزي د ناټو په عملیاتو کې د ملکي کسانو وژنه وغندله

۱۳۹۰ آذر ۴, جمعه

د ولسمشر کرزي دفتر د ناټو په عملیاتو کې د ملکي کسانو وژل کیدل په کلکه غندلې دي. د ولسمشر دفتر وروسته له هغې په دې اړه یوه خبره پاڼه خپره کړه چې د ناټو په بمبارۍ کې شپږ ماشومانو او یوه مشر سړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

https://p.dw.com/p/13Gtb
د ناټو په عملیاتو کې د ملکي کسانو وژل کیدل په افغانستان کې ډیره حساسه موضوع ده
د ناټو په عملیاتو کې د ملکي کسانو وژل کیدل په افغانستان کې ډیره حساسه موضوع دهانځور: dapd

افغان ولسمشر، حامد کرزي، د پنج شنبې په ورځ د قندهار د ولایت په ژړی ولسوالۍ کې د ناټو د هوایي برید پر ترڅ کې د شپږو ماشومانو او یوه مشر سړي وژل کیدل وغندل. د ولسمشر کرزي له دفتر څخه په خپرې شوې خبر پاڼې کې ویل شوي دي چې محلې چارواکو د پیښې مسؤلیت د ناټو پر ځواکونو اچولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو وایي د پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي. په دې اړه د ناټو لخوا په یوې خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلي چې پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د ناټو ځواکونو په سیمه کې د یاغیانو د فعالیتونو په اړه معلومات ترلاسه کړل.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان، جنرال جان الن، په خبر پاڼې کې ویلي دي چې له دغې پیښې څخه ځواشینی شوی او په دې هکله یې د پلټنو امر ورکړی دی.

د قندهار د والي دفتر ويلي دي چې پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د چهار شنبي په ورځ ناوخته یو شمیر یاغیان په سیمه کې د ماینونو په ځای پر ځای کولو بوخت ول. د والي دفتر زیاتوي کله چې ناټو پر هغوی برید وکړ نو دغه یاغیان په یوه نږدې کلي کې پټ شول چیرته چې دا پیښه رامنځ ته شوه.

د قندهار د پولیسو د مشر په خبره په پیښه کې درې یاغیان هم وژل شوي دي. هغه وایې چې د وژل شوو کسانو د پیژندلو لپاره یې کار پیل کړی دی.

دغه پیښه په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې د افغانستان په نورو سیمو کې هم تاوتریخوالی روان دی. د فراه د ولایت د والي ویاند وایي چې په دغه ولایت کې د دولت وسلوالو مخالیفینو د پنج شنبې په ورځ د یوې امنیتې کمپنۍ اوه ساتونکې ووژل.

د دغه ویاند په حواله پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یاغیانو د ناټو پر یوه اکمالاتي قطار برید وکړ. د چارواکو په حواله د یاغیانو او د امنیتي کمپنۍ د ساتونکو تر منځ جګړه د افغان پولیسو تر مداخلې وروسته پای ته ورسیده. په پیښه کې لس موټران هم له منځه تللي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم