ولسمشر کرزي ناروې ته خپل سفر لغو کړ
۱۳۹۱ شهریور ۲۳, پنجشنبهاعلان
چارواکو ویلي دي چې ولسمشر کرزي د ناروې هیواد ته خپل یو پلان شوي سفر ځنډولی دئ. د دې سفر د ځنډولو اصلي لامل په افغانستان کې د یوه داسې فلم د خپریدو پر وړاندې له تاوتریخوالې څخه د ډکو مظاهرو د پیلیدو ویره ده چې ویل کیږي پکښې د مسلمانانو پیغمبر ته سپکاوی شوي دئ.