1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزي چین ته خپل سفر رالنډ کړ

۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د افغان ولسمشر دفتر د پنجشنبې په ورځ د یوې بیانیې په ترڅ کې ویلی دي چې ولسمشر کرزي چین ته خپل سفر رالنډ کړی دﺉ. د بیانیې په حواله کرزي خپل سفر په لوګر ولایت کې د ملکي کسانو د احتمالي وژل کیدو د پېښې له کبله رالنډ کړی دﺉ.

https://p.dw.com/p/159xw
انځور: DW

په بیانیه کې راغلی دي: «ولسمشر کرزي د لوګر ولایت په برکې برک ولسوالۍ کې د ناټو د بمبارۍ په پایله کې د ۱۸ ملکي کسانو وژنه په کلکه غندلې ده.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې ولسمشر کرزی په لوګر او کندهار ولایتونو کې د ملکي وګړو وژنې ډیر خواشینی کړی دﺉ او له همدې کبله ئې چین ته خپل سفر رالنډ کړی دئ.

په بیانیه کې د ولسمشر کرزي په حواله لیکل شوي دي: «د ناټو داسې عملیات چې پکښې ملکي کسانو ته ځاني او مالي تاوانونه رسیږي په هیڅ صورت د توجیه، منلو او زغملو وړ نه دي.»

کرزی اوس مهال په چین کې دئ. هغه په دې هیواد کې د شانگهای د همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې گډون کوي. افغانستان ته په دې سازمان کې د څارونکي غړی مقام ورکړل شو.

تر دې مخکې یوه افغان چارواکي ویلي وو چې د ناټو په یوې هوایي بمبارۍ کې په لوګر کې ۱۸ تنه وژل شوي دي چي ویل کیږي ولسي خلک دي خو ناټو لا تر اوسه پورې دا خبر نه دﺉ تصدیق کړی.

د المان د خبري آژانس د رپوټ له مخې یوه افغان چارواکي ویلي وو چې د ناټو په دې برید کې «یو قومي مشر او د هغه د کورنۍ ۱۷ تنه غړي وژل شوي دي.»

د لوګر د ولایتی شورا رئیس عبدالولي وکیلي، د المان خبري آژانس ته ویلي وو: «د قومي مشر عبدالبصیر اخوند زاده د کورنۍ اتلس غړي وروسته له هغه ووژل شول چې د ناټو ځواکونو د برکي برک په ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان پر ضد عملیات پیل کړل.»

ناټو د چهار شنبې سهار وختي د عملیاتو د پیښیدو پخلی کړی دئ خو ویلي ئې دي چې یوازې «دوې ښځې لږ څه ټپیانې شوې دي او د مرګ له خطر سره مخامخې نه دي.

د ناټو یوه قوماندان جیمز ویلیامز، د المان خبري آژانس ته ویلي وو: «د عملیاتو په ترڅ کې یاغیانو پر افغان او ائتلافي ځواکونو د سپکو وسلو برید وکړ. امنیتي ځواکونو هغو ته بیرته ځواب ورکړ او له هغې وروسته د مرستې له پاره د هوایي عملیاتو غوښتنه وشوه.»

هغه زیاته کړې وه: «په داسې حال کې چې امینتي ځواکونو له عملیاتو څخه وروسته د پېښې د ځای وضعیت تر ارزونې لاندې ونیو، دوې ښځې وموندلې شوې چې لږ څه ټپیانې شوې وې. دغه دواړې ښځې د درملنې له پاره د آیساف روغتیایي مرکز ته لیږدولې شوې دي.»

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم