1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزی د خبرو اترو لپاره هند ته ولاړی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۶, دوشنبه

د افغانستان اولسمشر حامد کرزی به نن د دوشنبې په ورځ د هندوستان د لومړي وزير منموهن سنګ سره په نوي ډيلي کي وويني...

https://p.dw.com/p/N6DD
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

دواړه مشران به په خپله ليدنه کتنه کي د سيمي د ثبات تر څنګ د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو پر موضوع هم بحث وکړي.

منموهن سنګ او حامد کرزی پداسي حال کي يو د بل سره ويني، چي دوې مياشتي ترمخه د کابل په بريدونو کي 9 تنه هندي کارکونکي وژل سوي ول. ددغو بريدونو پړه هندوستان پر لښکر طيبه اچولې چي مرکز يې په پاکستان کي دی.

دغه ډله چي د پاکستان سره تړاو لري د کابل په بريدونو کي لاس لرل نه مني. له بلي خوا پاکستان هم د هندوستان دا تورونه نه مني، چي ګواکي پاکستانۍ توندلاره ډلي په افغانستان کي هندي وګړي په نښه کوي.

هندوستان دا تور هم لګوي، چي د لښکر طيبه د ډلي سره د پاکستان د پوځ بعضي کړۍ مرسته کوي او پدې ډول په افغانستان کي د هندوستان په وړاندي پټه جګړه پر مخ بيايي.

هندی لومړی وزير به د هغو هنديانو د امنيتي ستونزو په هکله د کرزي سره وږغيږي، چي په افغانستان کي د بيا رغونې په بېلا بيلو پروژو کي په کار بوخت دي.

کرزی به د هندوستان د اولسمشري پرتيبا پټېل سره هم وويني. د سه شنبې په ورځ به کرزی بوټان ته ولاړ سي، چي هلته د اسيايي مشرانو په غونډه کي برخه واخلي.

ښايي د من موهن سنګ او کرزي تر منځ د «معتدله» طالبانو سره د خبرو د طرحي په هکله هم خبري وسي. په افغانستان کي ښکېل زيات بهرني قوتونه ددې ملاتړ کوي، چي افغان حکومت دي د معتدله طالبانو سره خبري وکړي.

هندوستان د بوش د واکدارۍ پر وخت د متحده ايالتو سره ډيري ښې اړيکي درلودې. خو دغه هيواد د باراک اوباما و هغو پلانونو ته د شک په سترګه ګوري،چي هغه راتلونکی کال د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو ايستل غواړي.

د دې ترڅنګ هندوستان دا اندېښنه لري، چي امريکا د پاکستان و ټيکاو ته ډېر پام کوي خو هغه ګواښ، چي د پاکستان له وجي هند ته پېښ دی هغه ته پام نه کوي.

و هندوستان ته د کرزي سفر به د دې پيلامه وګرځي، چي دغه هيواد د افغانستان په بيا رغونه کي خپلي ژمني يو ځل بيا تکرار کړي. هند لا له وړاندي په افغانستان کي څه باندي زر مليونه ډالره مصرف کړي دي او د دې تر څنګ يې په زرګونو کارګر او کارپوهان افغانستان ته ليږلي دي. د افغانستان او هندوستان تر منځ ښو اړيکو او ملګري پاکستان اندېښمن کړی دی.

د ځينو کارپوهانو په آند له همدې وجي اوس پاکستان هڅه کوي، چي هندوستان دې ته مجبوره کړي تر څو د افغانستان سره خپل کومکونه ودروي. د څېړونکو په فکر د 2008 م مېلادي کال د جولای په مياشته کي په کابل کي د هندوستان پر سفارت بريدونه هم ددغه لړۍ برخه وه.

په همدغه کال په ممبی کي ترهګر بريدونه تر سره سوه، چي پکښي 166 انسانان ووژل سول. هند ددې پړه هم پر لښکر طيبه اچوي او د دُښمن هيواد پاکستان سره يې اړيکي تر ډيري کچي سړې سوي دي.

هند په څو څو ځله پر نړۍ والې ټولنې ږغ کړی دی، چي په افغانستان کي پر خپل دريځ ټينګه پاته سي. هندوستان اندېښنه لري چي که نړۍ وال ځواکونه دافغانستان څخه ووزي نو داسي نه چي افغانستان بيا د طالبانو او پاکستان و منګولو ته ولويږي.

څه باندي 4000 هندي کارکوونکي د افغانستان د بيا رغونې په بېلا بيلو پروژو کي په کار بوخت دي، چي پکښي سړک جوړونه، روغتيايي خدمات او د افغانستان د پارلمان جوړونه راځي.

پاکستان او هندوستان چي د 1947 م مېلادي کال څخه تر مخه يو هيواد ؤ د کشمير پر موضوع يې درې ځله جګړې کړي دي. د کشمير ستونزه لا تر اوسه نده هواره سوې او دواړه هيوادونه دغه سيمه خپله ګڼي. کارپوهان وايي، چي نوموړي دوه هيوادونه خپله پټه جګړه په افغانستان کي پر مخ بيايي.

AFP/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل