1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرګه اسماعیل خان استیضاح کوي

۱۳۹۱ آذر ۱۱, شنبه

د افغانستان ولسي جرګې پرېکړه کړې ده چې د انرژۍ او اوبو وزیر اسماعیل خان، به د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲ د دسمبر ۳مه) د ا ستیضاح غونډې ته وروبولي.

https://p.dw.com/p/16uDx
انځور: AP

وکیلانو د نوموړي د استیضاح لاملونه د پروژو په وېش کې د ولایتونو ترمنځ نه انډولتوب، له ځینو ایراني ساختماني شرکتونو سره د قراردادونو لاسلیکول چې ویل کیږي کارونه یې بې کیفیته دي، د افغانستان له اوبو څخه په سمه توګه د ګټې نه اخېستل او د ځینو پخوانیو مجاهدینو د مسلح کولو هلې ځلې ښودلي دي.

د دې جرګې د پوهنې او فرهنګي چارو د کمېسیون رئیس کمال نا صر اصولی، وویل چی د ۵۶ وکېلانو د لاسلیکونو پر بنسټ د نوموړي وزیر د استیضاح پرېکړه شوې ده:

«د رئیسانو کمېټې د پرېکړې له مخې، استیضاح د دوشنبې د ورځې په اجنډا کې شامله ده چې دلایل یې د ولایتونو ترمنځ د تعادل نه مراعت کولو موضوع ده، د افغانستان له اوبو څخه د سمې ګټې نه اخېستل چې مثال یې د کنړ پر سیند باندې د بند نه جوړول چې اوبه یې اوس هم پاکستان ته روانې دي.»

په همدې حال کې د جرګې یو شمېر غړو بیا اندېښنه وښوده چې ځینو حکومتي کړیو ګواښلي او ورته ویلي یې دي چې د انرژۍ او اوبو وزیر اسماعیل خان، د استیضاح له پرېکړې دې لاس واخلي.
دغو وکيلانو د کوم حکومتي چارواکي یا ادارې نوم نه دی اخېستی خو د جرګې غړې وږمې ساپی، وویل د حکومت د کار کړنو د څارنې پر مهال پر وکیلانو فشار راوړل سم کار نه دی:

«مختلفو او برلاسو اشخاصو څخه وکیل صاحبانو ته ټېلفونونه کیږي او له هغوی څخه دا غوښتنه کیږي چې تاسو خپله امضاء بیرته واخلئ او د خپل تصمیم نه صرف نظر وکړی، تصمیم نیول د هر وکیل حق دی په دې کې باید څوک واسطه نه شي، واسطه پخپله د خیانت په مانا ده.»

خو د دې جرګې ځیني غړي بیا د اسماعیل خان له استیضاح سره مخالف دي او د هغوی پر وینا د افغانستان په کابینه کې تر اسماعیل خان زیات فاسد وزيران شته چې باید اول هغوی استیضاح شي.

د دې جرګې غړې سیما جوینده، د انرژۍ او اوبو وزیر د استیضاح دلایل قانع کونکي نه بولي او وايي:

«لږ تر لږه د هغو کسانو نومونه دې په ډاګه شي چې د اسماعیل خان د استیضاح په اړه یې لاسلیکونه کړي، د دې له پاره چې مونږ یې وپیژنو چې دا څوک دي له دې پرته مونږ ته دا خبره د منلو وړ نه ده، ځکه مونږ زیات فاسد وزيران لرو چې له هغوی هم تر اوسه چا پوښتنه نه ده کړې.»

د انرژۍ او اوبو وزیر اسماعیل خان، چې یو وخت د هرات والي وو، په لومړي سر کې د ولسي جرګې څخه د باور رايي پر اخېستلو نه وو توانیدلی او نزدې یو کال یې د انرژۍ او اوبو د وزرات د سرپرست وزير په توګه دنده ترسره کړه.

دغه راز، ده څه موده وړاندې په هرات کې یوې لویې غونډې ته د وینا پر وخت له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان د امنیت ساتنې په موخه د پخوانیو مجاهدینو د یوې شورا د جوړولو وړاندیز هم کړی وو.

افغان حکومت د نوموړي دغه وړاندیر او په دې اړه څرګندونې د ده خپل شخي نظر وباله او د افغان ملي امنیتي ځواکونو پرته یې د هر ډول ډلو ټپلو له مسلح کولو سره مخالفت وښود.

کابل/ اسماعیل شاکر
کتونکی: سید ریاض