1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگه: اسدالله خالد دي خپلي دندې ته وروگرځي

اسماعيل شاکر۱۳۹۳ خرداد ۱۷, شنبه

د افغانستان ولسي جرگې له ولسمشره غوښتي دي چي د ملي امنيت رئيس اسدالله خالد دي بيرته خپلي دندې ته ور وگرځي. دغه جرگې دغه راز د پيسو سپينولو ضد قانون هم تصويب نه کړ.

https://p.dw.com/p/1CEKr
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهیمي د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۷) عمومي غونډي ته وویل چي په هېواد کې اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو سره د ملي امنیت عمومي رئیس باید ډیر ژر په خپل کار پیل وکړي.

د ولسي جرګې مشر له افغان ولسمشره وغوښتل چې د اسدالله خالد برخلیک دې مالوم کړي: «د ښاغلي خالد روغتیا اوسمهال ښه شوې او ژر تر ژره باید خپلي دندې ته وروګرځي.»

د ملي امنیت پر لوی رئیس اسدالله خالد د ۲۰۱۲ میلادي کال په دسمبر میاشت کې ځانمرګی برید وشو او دی سخت ټپي شو. خالد څو مياشتي په هيواد دننه او امریکا متحده ايالاتو کي تر درملنه لاندي وو او اوس بيرته هيواد ته راستون شوی دی.

د ملي امنيت رئيس اسدالله خالد
د ملي امنيت رئيس اسدالله خالدانځور: Reuters

د ولسي جرگې په خبره د هيواد اوسني امنيتي وضعيت ته کتو سره د ملي امنيت رئيس بايد ژر تر ژره په کار پيل وکړي، ځکه د دوی په خبره يو سرپرست رئيس هغه کارونه کولای نه سي لکه يو رئيس چي يې کوي.

د پیسو سپينولو ضد قانون او د ولسي جرګې نیمگړی نصاب

د ولسې جرگې د عمومي غونډي په نننۍ اجندا کې د پیسو سپينولو ضد قانون طرح وه چې ټاکل شوې وه بحث پرې وشي، خو په جرگه کې د وکیلانو شمېر د کموالي له امله نصاب نیمگړی وو.

ویل کیږي چې پر دغه قانون له تېرو لسو ورځو راهېسي د ولسي جرگې په گډ کمېسیون کې تاوده بحثونه دوام لري، خو د دې کمېسیون غړو نن وویل چې د قانون په طرح کې یې ټول اختلافي مسایل حل شوي او په عمومي غونډه کې د وکیلانو رايي ورکووني ته چمتو دی.

د ولسي جرگې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل چې په نننۍ غونډه کې نصاب نیمگړی دی او په راتلونکې غونډه کې به د یاد قانون طرح ته وکیلان د رد یا تائید رایه ورکړي:

«درنو وکیلانو! ځان او نورو خلکو ته به بازي نه ورکو نصاب پوره نه دی او د راتلونکي دوشنبې ورځي په غونډه کې به وربا ندي رایې واخلو.»

یو شمیر وکیلان د دې قانون تصویب مهم بولي او په غونډو کې پر غیرحاضرو وکیلانو نیوکي کوي چې خپلو قانوني دندو ته نه حاضریږي او پر ځای یې د ولسمشرۍ کاندېدانو په کمپاینونو کې بوخت دي.

دا څرګندوني په داسي حال کې کیږي چې د پیسو سپينولو پرضد د څار نړیوال بنسټ د افغانستان حکومت ته وخت ورکړی دی چې د جون میاشتي تر ۲۲ نېټې پوري د پیسو سپينولو ضد قانون توشیح کړي.

د همدې خبرداري پر بنسټ، که د افغانستان ملي شورا د جون مياشتي تر ۲۲ نېټې پوري د دغه قانون طرح تصویب نه کړای شی نو د افغانستان بانکونه به په نړیوال تور لیست کې شامل شي.