1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگه: حکومت دي پر تيرو سياستونو له سره غور وکړي

۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبه

ولسي جرګي په خپله نننۍ عمومي غونډه کي پر حکومت ږغ وکړ چي د افغانستان د دوست او دښمن په وړاندي دي خپلو سياستونو ته بدلون ورکړي.

https://p.dw.com/p/11uHA
ولسي جرگه
ولسي جرگهانځور: DW

سره له دي چي دې جرګي هم روښانه نه کړه چي د افغانستان دوست او دښمن څوک دي خو له پاکستان سره يي په اړيکو او وسله والو مخالفينو سره يي د پخلايني په برخه کي له حکومت څخه د توضيحاتو غوښتنه وکړه.

ولسي جرګې د يوې بيانيي په خپرولو سره پر ملي يوالي ټينګار وکړ او دا يي په هيواد کي د روان بحران د پای ته رسيدو له پاره يواځينۍ لار بللې ده.

د ولسي جرګي غړي محمد يونس قانوني د احمد ولي کرزي وژني ته په اشارې سره وويل په هيواد کي به د سر سړيو دغه زنځيري وژنه تر کومه دوام ومومي؟

د ښاغلي قانوني په وينا يوازي د ډاډګيرني پيغامونه او غندني دا ستونزي نه سي هوارولای. قانوني له ولسمشر کرزي او لوړو پوړو حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چي پر خپلو تيرو سياستونو دي له سره غور وکړي.

دغه راز، د ولسي جرګي بل غړي منورشاه بهادري وويل، چي ولسي جرګه بايد د دري ورځو له پاره د خپلو غونډو ايجنډاوي د افغانانو د وژني موضوع ته ځانګړي کړي، چي استازي پري هر اړخيز بحث وکړي او حل لاري يي حکومت ته وړاندي کړي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمد ولي کرزی پرون په خپل کور کي خپل يوه نيږدي ساتونکي وواژه.

احمد ولي کرزی نن د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کرز سيمه کي خاورو ته وسپارل سو چي په جنازه کي يي د ولسمشر کرزي ترڅنګ لوړپوړو دولتي چارواکو هم ګډون درلوده.

په افغانستان کي د لوړ پوړو دولتي چارواکو او قومي مشرانو د وژنو لړۍ له تيرو څو مياشتو راهيسي روانه ده چي په سبب يي ولسي جرګه له حکومت څخه په خپلو سياستونو کي د بدلون غوښتونکي سوې.

دا جرګه په داسي حال کي له حکومت څخه په خپلو سياستونو کي د بدلون غوښتنه کوي چي ولسمشر کرزي څه موده وړاندي د ځوانانو په يوه کنفرانس کي د افغانستان جګړه ګونګه بللې وه.

ښاغلي کرزي ويلي ؤ چي د لس کلونو په تيريدو سره بيا هم د افغانستان دوست او دښمن نه دی معلوم.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل