1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگه د دوديزي جرگې په را بللو په یوه خوله نه ده

۱۳۹۰ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

سره له دې چي افغان حکومت د صبغت الله مجددي په مشرۍ د دوديزي لويي جرګې د جوړولو کمېسيون غړي وټاکل، د افغانستان د ولسي جرګي غړي د امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو په اړه د جرګې راغوښتلو په اړه په يوه خوله نه دي.

https://p.dw.com/p/11VnF
ولسي جرگه
ولسي جرگهانځور: DW

د ولسي جرگې د استازو په خبره د امريکا سره د ستراتيژیکو اړيکو د تړون په خاطر د دوديزي جرگې را بلل د اساسي قانون خلاف کار دی.

په ولسي جرگه کي د غزني استازي محمد عارف رحماني وايي چي: دي وايي: « د افغانستان په اساسي قانون کي دوديزه لويه جرګه نه ده تعريف سوې، بلکي په هغه کي مطلق د لويي جرګي يادونه سوې.»

د افغانستان د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کي لويه جرګه داسي تعريف سوې: لويه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې ترټولو ستر مظهر دی او د ملي شورا له غړيو، د ولايتي شورا او ولسواليو د جرګو له رييسانو جوړيږي.

خو يو شمير نورغړي بيا د امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون ډير مهم بولي چي په باور يې د داسي يو مهمي ملي موضوع له پاره د دوديزي لويي جرګې راغوښتل اړين دي.

د ميدان وردگو ولايت استازی شيرولي وايي: « په دوديزه لويه جرګه کي د افغانستان د خلکو ګټي نغښتي دي نو ځکه بايد دې جرګې ته د ملي شورا غړو ترڅنګ مخور قومي مشران هم راوغوښتل سي.»

د ولسي جرگې د سه شنبې د ورځي په غونډه کي وکيلان په دې اړه کومي پايلي ته و نه رسيدل او موضوع د چهارشنبې د ورځي غونډي ته وځنډول سوه.

ولسي جرګه په داسي حال کي د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د تړون له پاره د دوديزي لويي جرګي پر راغوښتلو بحث کوي چي ټاکل سوې صبا د چهارشنبي په ورځ د امريکا ولسمشر بارک اوباما د خپل افغان سيال حامد کرزي سره د يوه ويډيوي کنفرانس له لاري خبري وکړي.

د سپيني ماڼۍ چارواکي وايي چي اوباما له خپلو امنيتي سلاکارانو سره تر خبرو وروسته له افغان ولسمشر سره خبري کوي.

تمه کيږي چي د افغانستان او امريکا ولسمشران به پر نورو امنيتي مسلو سربيره د دواړو هيوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو پر تړون هم خبري وکړي.

په همدي حال کي تيره ورځ د افغانستان د ولسمشر له ماڼۍ څخه د خپاره شوي حکم له مخي ۳۱ کسان د دوديزي لويي جرګي د جوړولو د کمېسيون د غړو په توګه ټاکل شويدي.

ددغه کمېسيون په غړو کي د ملي شورا ، د کابيني پخواني غړي او قومي مشران شامل دي.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل