1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگه: وکیلان نه دي خوندي

۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبه

د افغانستان دولسي جرگې غړو له خپلو کلنیو رخصتیو وروسته په لومړۍ کاري ورځ د خپل خونديتوب او امنیت په اړه سخته اندېښنه څرگنده کړه. دوی ويل چي د بېلا بېلو ډلو له خوا د مرگ گواښونه ورته کیږي.

https://p.dw.com/p/15dEW
انځور: AP

د ولسي جرګې غړي پر داسي مهال د خپل ځاني امنیت په اړه اندیښنه ښکاره کوي، چي څه باندي دوې اوونۍ پخواد دغي جرګې غړی احمد خان سمنګانی د افغانستان په شمال سمنګانو کي په یوه ظاهراً ځانمرګي برید کي ووژل شو.

اوس د سمنګاني قتل د جرګې نور غړي هم دې ته اړ ایستلي دي چي په جدي توګه د ځان ساتنه وکړي.

رسمي شمیرې ښيي چي تر اوسه پوري د ولسي جرګې شاوخوا شل وکیلان په بېلا بېلو بریدونو کي وژل شوي دي خو د وژونکو څرک ئې نه معلوميږي.
خو تر دغه راز ډیرو وژنو سمدستي وروسته طالبانو ویلي دي، چي دا کار د دوی نه وو.اوس پوښتنه دا ده چي دغه ډول وژني د چا له خوا ترسره کیږي؟

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي تور لګوي چي دغه قتلونه د طالبانو کار دئ. مجیدي پر ولسمشر حامد کرزي نیوکه کوي، چي ولي طالبانو ته د ورور خطاب کوي.

هغه وايي، چي که چيري ولسمشر د طالبانو پر ضد جدي ګامونه نه اخلي، دوی مجبور دي چي یوه بدیله لار ولټوي:

«باید نور زموږ د دښمن تعریف وشي، ایا دا د کرزي ورور دئ، که دا قاتل د کرزي ورور وي، نو له کرزي سره به جهاد اعلان کو، که پاکستانی وي چي له پاکستان سره جهاد اعلان کو، زموږ یو شمیر وکیلان وایي چي وسلې نه لرو، مرمۍ نه لرو چي ځان په وساتو، دې ولس په تش لاس روس پر ګونډو کړ، انګریز ئې مات کړ، نو ولي کرار ناست یو.»

بله خوا د ولسي جرګې رئیس پر حکومت ږغ وکړ، چي که د دوی خونديتوب نه شي تضمینولای دوی اړدي، چي د امنیتي ادارو له مشرانو څخه د باور رایي واخلي او هغوي سلب صلاحیت کړي.

عبدالطیف ابراهیمي وايي، چي هیڅ یو وکیل نه په کابل او نه په ولایتونو کي ځاني خونديتوب لري، او که حالات همداسي دوام وکړي د جلسې نور غړي به هم زموږ تر سترګو لاندي ووژل شي:

«ما مخکي وویل چي موږ خپل شل تنه وکیلان له لاسه ورکړي دي، هیڅ یو وکیل ځاني خونديتوب نه لري، او حکومت هم تر اوسه وکیلانو ته د امنیت په برابرولو کي ناتوانه شوی دئ.»

د ولسي جرګې یو شمیر سرچینې وایي، چي په قوي احتمال به ډیر ژر د امنیتي ادارو مشران د دوی علني غونډي ته حاضر کړای شي.

وکیلان به هڅه وکړي د ځانونو د خونديتوب له پاره د دفاع، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست له مشرانو څخه کتبي ژمنلیکونه تر لاسه کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل