1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي جرگې دوو نوو وزيرانو ته د باور رايي ورکړې

محمد اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۲ مهر ۳, چهارشنبه

د افغانستان ولسي جرگې د حکومت له خوا ورپيژندل شوو دوو تنو وزيرانو، د ستري محکمې د عالي شورا یو غړی او د اساسي قانون د څار کمېسيون یوه غړي ته د باور رايي ورکړې.

https://p.dw.com/p/19oKI
انځور: picture alliance / dpa

افغان حکومت یوه اوونۍ وړاندي عمر داوودزی د کورنیو چارو وزارت له پاره، محمد اکرم خپلواک د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت له پاره، قضاوت پوه برات علي متین د سترې محکمې د عالي شورا د غړېتوب له پاره، نصرالله ستانکزی او لطف الرحمن سعید د اساسي قانون پر تطبیق باندي د څار کمېسیون ته دغړیو په توګه نوماند کړي ول.

د ولسي جرګې د چهار شنبې ورځې (۲۰۱۳ میلادي کال د سپتمبر۲۵) په عمومي غونډه کې دغو لوړو پوړو چارواکو ته د باور او نه باور رایو په موخه صندقونه کېښودل شول.

د وکیلانو له خوا د رايو اچونې په ترڅ کې عمر داوودزی د ۱۵۳ تائید، ۵۵ رد،۹ سپېنو او ۵ باطلو رایو په اخېستلو سره د کورنیو چارو وزیر، محمد اکرم خپلواک د ۱۳۲ تائید، ۶۹ رد، ۱۶ سپېنې او ۴ باطلو رایو په اخېستلو سره د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر، قضاوت پوه برات علي متین د ۱۵۴ تائید،۵۰ رد او ۱۷ سپینو رایو په اخېستلو سره د سترې محکمې د عالي شورا د غړي او لطف الرحمن سعید د ۱۵۹ تائید،۴۰ رد، ۲۱سپېنو او ۲ باطلو رایو په اخېستلو سره د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شول.

خو نصرالله ستانکزی چې د همدغه کمېسیون له پاره د غړي په توګه نوماند شوی وو د ۱۰۶ رد، ۸۶ تائید، ۲۳ سپېنو او ۶ باطلو رایو په ترلاسه کولو سره ونه توانید چې ټاکل شوې څوکی ته بریالی شي.

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې غونډه هغه مهال له کشمکش سره مخامخ شوه چې د دې جرګې غړي رمضان بشردوست، ورپېژندل شوو چارواکو ته د رای ورکولو بهیر ناقانونه وباله.

د بشردوست په وینا د حکومت له خوا ورپیژندل شوي چارواکي د ټاکل شویو څوکیو وړتیا نه لري، ځکه هغوی په ټولنه کې د سم شهرت نه لرلو ترڅنګ آن خپل تحصیلي آسناد هم نه دي بشپړ کړي.

«د انسجام او آرزوني کمېټې له خوا د هغوی تحصیلي اسنادو په اړه هیڅ مکتوب نه دی ورکړل شوی دوهم دا چې دوی باید کاري تجربه هم ولري خو هیڅ یو یې له دوی څخه کاري تجربه نه لري، دغه راز دوی باید نیک شهرت ولري خو نه یې لري.»

خو د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمی د بشردوست اعتراض ناقانونه وباله او هغه یې په عمومي غونډه کې د ګډوډیو رامنځ ته کولو په تور له عمومي تالاره واېست.

«د کندهار د خرقې شریفې دروازه پلورل شوې ده»

دغه راز، په ولسي جرګه کې د کندهار استازو هم د رای اچوني په بهیر کې د اعتراض په بڼه له ګډون کولو ډډه وکړه، خو د دوی اعتراض د کندهار پر والي وو، چې د دوی په وینا یې د خرقې شريفي دروازه پلورلې ده. په ولسي جرګه کې د کندهار استازی محمد نعیم لالي حمیدزي وويل:

«اختلاس څه کوی چې دی پکښې اخته دی اوس یې د خرقې شریفي دروازه پر ایرانیانو باندي خرڅه کړې ده چې په خرقه شریفه کې د ننه د رسوالله مبارک ص چپنه پرته ده.»

خو د کندهار ولایت د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست چارواکو بیا دا موضوع رد کړې ده چې ګويا والې توریالي ویسا دې د خرقې شریفې دروازه پر ایرانیانو پلورلې وي.

په افغانستان کې د تاریخي او لرغونو اثارو غلا او پلور په اړه اندېښنې نوې خبره نه ده، بلکې ویل کیږي چې تردې دمخه د غازي وزیر محمد اکبرخان توپنچه هم چې په ملي موزیم کې خوندې وه د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال ضیاء الحق زوی ته په سوغات کې ورکړله شوې وه.