1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسي خلک د سیمه ییزو پولیسو په اړه څه وایې؟

۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبه

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د افغانستان ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي. اوس د ناټو په سرمشرییزه کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه خبرې اترې کيږي.

https://p.dw.com/p/14zGs
انځور: AP

د دې له پاره چې افغان حکومت وشي کولای د لیري پرتو سیمو امنیت ټینگ کړي نو د جنرال مک کریستال په وړاندیز ئې د محلي پولیسو به جوړولو لاس پورې کړ.

دغو پولیسو ته کله نا کله اربکي ځواکونه هم ویل کیږي او د خپلو سیمو او بانډو ساتنه کوي. د دغو ځواکونو تنخواه او وسلي افغان حکومت ورکوي.

د سیمه ییزو پولیسو په اړه په افغانستان کې بیلابیل نظرونه موجود دئ. کله له یوې خوا د ځینو سیمو اوسیدونکي په دې اند دي چې د دې پولیسو په جوړیدو سره د هغوی د سیمو امنیت ښه شوی دئ خو له بلې خوا پر همدوی باندې ناامنیۍ ته د لمن وهلو، په قاچاقو او نورو جرمونو کې د لاس لرلو تورونه هم لږول کیږي.

په شیکاګو کې د ناټو د رواني سرمشرییزي یوه مهمه موضوع له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتل دي او دا چې د دغو سرتیرو تشه به افغان ځواکونه څرنگه ډکه کړي.

پکتیکا یو له هغو ولایتونو څخه دئ چې پکښې اربکي ځواکونه رامنځ ته شوي دي. د دې ولایت اوسیدونکو د سیمه ییزو پولیسو له ځای پر ځای کیدو تود هرکلی کړی دئ. دوی له حکومته غواړي چې یاد ځواکونه په نورو سیمو کې هم جوړ کړي. د سیمې خلک وایې چې د یادو ځواکونو په راتګ سره دوی اوس هغو سیمو ته په ډاډه زړه تګ را تګ کوي چې یو مهال نه شوای ورتلای.

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ د پاکستان له واڼه او انګور اډې سره څنګ په څنګ پرته ده چې وخت نا وخت به ترینه زور پالي افغانستان ته د بریدونو له پاره را اوښتل. د پکتیکا د پولیسو مشر دولت خان ځدران، وایې چې دښمن د سیمه ییزو پولیسو پر وړاندې د مقابلې توان نه لري ځکه دوی له قومونو جوړ دي او قومي ملاتړ له ځان سره لري:

«محلي پولیسو دا سرحدي سیمه تر پوره کنترول لاندې نیولې ده. شپه او ورځ خلک پرې ځي او راځي. محلي پولیسو ښه نتیجه ورکړې ده او موږ هڅه کوو چې دغه پولیس ټولو ولسوالیو ته ورکړو او امنیت پرې خوندي کړو.»

د سیمه ییزو پولیسو د جوړیدو مفکوره هغه مهال امریکايي قوماندانانو د عمل په ډګر کې پیاده کړه چې په تیرو دوو کلونو کې د بیلا بیلو سیمو په کچه د هغوي پر وړاندي د زور پالو بریدونو زور واخیست.

د پکتیکا ولایت یو شیمر قومي مخور هم مني چې سیمه ییزو پولیسو د دوی کلیو او بانډو ته ښه امنیت راوستی دئ. د نوموړي ولایت اوسیدونکي وایي یو مهال به د پاکستان له انګور اډې د پکتیکا تر مرکز ښرنې پورې تګ را تګ ناشونی کار وو خو اوس دغه کار تر سره کیدای شي.

د پکتیکا ولایت یو شمیر قومي مشران هم د سیمیزو پولیس ځواک له جوړیدو او له خلکو سره د هغوي له کړو وړو راضي ښکاري.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش