1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي امریکا افغان ځواکونو ته د ماینونو ضد موټر نه ورکوي؟

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ تیر ۱۵, سه‌شنبه

د رویترز خبري آژانس له خوا کتل شوي اسناد ښيي چې امریکایي ځواکونو غوښتل په ۲۰۱۴م کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته زغروال موټر ورکړي. خو دغه موټر تر اوسه پوري لا هم افغانانو ته ورکړل شوي نه دي.

https://p.dw.com/p/1JJBo
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Rahim

د ۳۰۰ اضافي موټرو د نه ورکولو پریکړه ښايي تر ډیره د بودیجوي لاملونو له کبله شوي وي. خو افغان ځواکونه د امنیتي مسئولیتونو تر منلو څلور کاله وروسته د یاغیانو پر ضد جګړه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

له ۲۰۰۲م کال راهیسې امریکا متحدو ایالاتو د افغان ځواکونو پر روزني او تجهیز باندي ۶۸ میلیارده ډالر مصرف کړي دي. خو اوس هم افغان ځواکونه د عسکرو او تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی، چې اوس د افغانستان د ملي امنیت رئیس دی، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې افغان حکومت اوس هم هڅه کوي چې له امریکا متحدو ایالاتو څخه لا ډیر زغروال موټر ترلاسه کړي دي.

کله چې واشنګټن د افغان ځواکونو له غوښتنې پرته پریکړه وکړه چې افغانستان ته ځيني لارۍ او کارګو موټر ورکړي، نو ستانکزي د ایتلافي ځواکونو قومنداني ته یو لیک واستاوه او پکښي یې تشریح کړه چې پوځ یې لا ډیرو زغروالو موټرو ته اړتیا لري. د هغو موټرو په ډله کې چې ستانکزي یې غوښتنه کړې وه د «ګرځنده برید ځواک موټر» یا MSFV موټر هم شامل ول.

ستانکزي په یوې مرکه کې وویل: «هغه جګړه چې موږ ورسره مخامخ یو، پکښې MSFV موټر د هاموې موټرو په پرتله ډیر موثر دي.»

هاموې یو ډول وړوکي زغروال موټر دي چې امریکا متحدو ایالاتو افغان ځواکونو ته ورکړي دي.

د افغان ځواکونو له پاره تر ټولو مهمه خبره د MSFV موټر جوړښت او د سړک د غاړې ماینونو پر وړاندي د هغوی مقاومت دی. د سړک د غاړې ماینونه ډیر وخت د یاغیانو له خوا کارول کیږي او د افغان ځواکونو تر څنګ ډیر ملکي وګړي هم وژني.

بودجه تصویب شوې، خو موټر لا اخیستل شوي نه دي

په ۲۰۱۳م کال کې افغان ځواکونو ۶۰۰ MSFV موټر لرل چې اوس هم د افغانستان په تر ټولو خطرناکو سیمو کې کارول کیږي. هغه وخت امریکایي چارواکو پریکړه وکړه چې افغان ځواکونو ۳۰۰ نورو دغه شان موټرو ته اړتیا لرله او کانګرس ته یې د ۹۰۰ میلیونو ډالرو غوښتنه واستوله.

د امریکا کانګرس دغه بودجه تصویب کړه، خو په ۲۰۱۴م کال کې د اضافي موټرو اخیستلو دغه پریکړه بیا وځنډول شوه.

د پریکړي تر ځنډیدو لږ وروسته د افغانستان د هغه وخت لوی درستیز شیر محمد کریمي، ایتلافي قوماندانانو ته یو یادښت واستوه چي پکښې زغروالو موټرو ته د افغان پوځ پر اړتیا باندي ټینګار شوی وو.

هغه پخپل یادښت کې لیکلي ول: «د افغان پوځ ۹۰ سلنه تلفات اوس هم په ماینونو کي وي او موږ اټکل کوو چې دا به د یوې اوږدې راتلونکې له پاره د یاغیانو د خوښې تکتیک وي.»

په پای کې امریکایي چارواکو افغان پوځ ته د اضافي زغروالو موټرو له پریکړې څخه تر ډیره پوري صرف نظر وکړ، ځکه هغوی اندیښنه لرله چې افغان پوځ کولای نه شي دغه موټر د اوږدي مودې له پاره وساتي او د هغوی د لګښتونو په پوره کولو وتوانیږي.

په بدل کې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یا پنتاګون، پریکړه وکړه چې افغان پوځ ته لا ډیر هاموی موتر ورکړي.

ښه موټر ژوند ژغوري

امریکایي قوماندان پر افغان ځواکونو باندي فشار رواړي چې نوې اډې جوړي کړې او پر یاغیانو لا ډېر تهاجمې بریدونه وکړي. خو افغان چارواکي بیا وایي چې د تجهیزاتو د نه لرلو له کبله یې ځواکونه ډیر وخت له ستونزو سره مخامخ وي. هغوی په خاصه توګه د هاموې موټرو ته اشاره کوي چې له څه نا څه یوې لسیزې راهیسې د امریکایانو له خوا نه کارول کیږي.

امریکایاي ځواکونه وایي چې په عراق او افغانستان کې یې د هاموې موټرو پر ځای د ماین ضد موټرو د کارولو له کبله په زرونو سرتیري ژغورلي دی.

کریمي هم په ۲۰۱۴م کال کې همدې موضوع ته اشاره کړې وه او ویلي يې ول چې امریکایي ځواکونه د عین عملیاتو د ترسره کولو له پاره د ماین ضد موټر کاروي خو افغان عسکر بیا یوازي هاموې موټرو ته لاسرسی لري.

خو امریکایي چارواکي بیا استدلال کوي چې هغوی د افغانستان د جګړې تر څېړنې وروسته پریکړه کوي چې افغان ځواکونو ته کوم ډول موټر ورکړي.

د هغوی په حواله د ماینونو ضد موټر هم خپل نواقص لري، ځکه دغه موټر لوی دي.