1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي اکثره لوحې په پرديو ژبو ليکل کيږي؟

۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د کندهار يو زيات شمېرقلموال اوعام وگړي په ښارکي د دوکانونو پر ځينو هغو لوحو باندي نيوکه کوي، چي په باندنيو ژبو يا هم د هغې باندنۍ ژبي کټ مټ تلفظ په پښتواو دري ليکل سوى وي.

https://p.dw.com/p/1632B
انځور: DW

د دوى په خبره پر دوکانونو باندي دغه شان لوحې له يوې خوا د ولسي خلگو له پاره دنه پوهيدو ستونزه او له بلي خوا د پردي کلتور ښکاره يرغل دئ.

دوى د کندهار د اطلاعاتو او فرهنگ له رياست څخه هيله کوي چي په دې لارکي خپل مسئوليت ته ټينگه پاملرنه وکړي.

«د خدای روی دئ تاسي ورسئ په ښار کي وگرځئ هيڅکله به دا فکر و نه کړی چي په کندهار کي گرځئ فکر کوی چي د پاکستان د کوټي په ښار کي گرځی. اکثره لوحوې په اردو يا هم په انگليسي او يا د داړو ژبو تلفظ د اردو ژبي په رسم الخط ليکل سوي وي.»

دا ستونزه له څو کلنو راهيسي موجوده ده، او په مخنيوي کي ئې ډيري ادارې پاته راغلي دي. د کندهار په اطلاعاتو فرهنگ رياست کي د هنراو ادب د څانگي مسئول عزيزاحمد عزيز هم دا مني چي د ښار د دوکانونو پر سر راځړول سوي ترنيمايي ډېري لوحې په پرديو ژبو ليکل سوي دي، خو وايي، چي د سمون په موخه ئې لستوڼي را پورته کړي دي.

د کندهار يو شمېر ښاريان بيا وايي، چي سربير پر دې چي لوحې د يوې پردۍ ژبي په تلفظ ليکل سوي وي، هغه تلفظ ئې هم غلط ليکلی وي:

په دې اړه انځوريز راپور

«په پښتو ژبه کي د ښځينه او نارينه نومونو توپير بايد وسي. نو دغه لوحو يو مشکل نه بلکي دوې ستونزي پيدا کړي دي.»

د دوی په خبره که تر دې خبره تير سو، چي دوکانداران وايي، لوحې ئې په پاکستان کي ليکلي دي، ځکه نو غلطۍ پکښې سته. خو هغه لوحې چي په کندهار کي ليکل سوي دي، په هغو کښي تر هغه نورو ډيري غلطۍ سته:

«د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست خو دومره کولای سي، چي په ښار کي دغه درې تنه خطاطان په دې پوه کړي چي لوحې څرنگه وليکي يا له هغوی څخه يوه ازموينه واخلي، چي د دوی د سواد کچه څرنگه ده.»

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، چي دوی دې ستونزي ته متوجه دي او په دې اړه ئې د ښار ځيني دوکانداران هم وروغوښتي دي او خپله اندېښنه ئې ورسره شريکه کړې ده. دوی وايي، که که چيري دغه دوکانداران په سمه او تدريج پوه نه سي«اړيوچي د قانون په زور ئې لوحې راکښته کړو.»

اوس پوښتنه داده چي د چارواکو له غوښتنو سره سره بيا هم ولي گڼ شمير دوکانداران خپلي لوحې د هيواد په رسمي ژبو نه ليکي؟

Bildergalerie Firmenschilder Afghanistan
انځور: DW

نيک محمد چي د کندهارښار د لومړۍ ناحيې په سيمه کي د بېلابېلو ماشينو او د هغو د پرزو دوکان لري او پر لوحه ئې ليکلي دي (حافظ مشينري او هارډوير) وايي دوى له مجبوريته دا لوحه په پاکستان کي جوړه کړه:

«که دلته دغه ډول لوحې راته په دغه بيه او ښه کيفيت جوړي کړي نو ولي ئې پردي هيواد ته وړو او که چيري پښتو يا دري نوم راته پيداسي او دغه مانا ورکړي خامخا خپله لوحه په هغه ډول جوړوم.»

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنگ رياست مسئولين وايي، چي دوى يوازي دوکانداران د پرديو ژبو له لوحو ليکلو څخه نه منع کوي، بلکي له هغو سره مرسته هم کوي چي د خپلي فرهنگي کمېټې له لوري ئې د سوداگريز شرکت او دکان له پاره وړ نوم و ټاکي.

دوی وايي، په بېگانه ژبو د لوحو ليکلو د مخنيوي په مقصد ئې د کندهار له ليکگرانو(خطاطانو) سره يې هم نه يوازي دا ستونزه شريکه کړې ده، بلکي هغوى ته ئې لايحه هم ورکړې ده، ترڅو د پرديو ژبو له ليکلو څخه ډډه وکړي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل