1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي بايد د کندهار شخصي پوهنتونونه وتړل سي؟

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، چي په کندهار کي شخصي پوهنتونونه پر معيار برابر نه دي، او که ئې خپلي نيمگړتياوي پوره نه کړې د يوې مياشتي په اوږدو کښي به ئې وتړي.

https://p.dw.com/p/14uXK
انځور: DW

د لوړو زده کړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد کندهار ته د خپل سفر پرمهال وويل، چي په دغه ښار کي شخصي پوهنتونونه قدري روغتون او لابراتوار نه لري. د هغه په خبره د يوه پوهنتون د جوړه ولو له پاره يو قدري روغتون شرط دئ، چي دوی ئې نه لري:

«دوی يوازي په څلورو ميکريسکوبونو باندي، چي يوازي د ابتدايي زده کړو له پاره په ښوونځيو کي کارول کيږي او تر ډيره ځايه د نباتاتو په بحث کي کار ځني اخيستل کيږي، هغه ئې ايښي دي او فکر کوي چي دغه لابراتوار دئ.»

عبيدي له خبريالانو سره په خبرو کي وويل، چي دغه پوهنتونونو ته ئې يوه مياشت وخت ورکړی دئ، تر څو خپل پوهنتونونه مجهز کړي، او که چيري ئې دا کار ونه کړ د هغوی فعاليتون به بند سي.

خو په کندهار کي د شخصي پوهنتونونو مسئولان دا خبره نه مني او وايي، چي دوی تر اوسه پوري نوي دي او په نژدې ورځو کي به ټولي اړتياوي او غوښتني چمتو کړي. ددوی په خبره د پوهنتون تړل د ستونزو د حل لار نه ده.

د ميرويس نيکه شخصي پوهنتون علمي مرستيال نقيب الله مطمئين دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي هر هغه کار چي نوی وي، يو څه مشکلات به پکښې وي. خو داسي به نه وي لکه هغوی چي ادعا کوي.

«زموږ سره اوس څلور پنځه نفر ماسټران کار کوي، او قدري روغتون ته موږ اړتيا نه لرو. خو بيا هم ډير ژر به موږ خپلي ټولي نيمگړتياوي پوره کړو. زموږ د لابراتوار سامان کابل ته را رسېدلی دئ او ډير ژر به دلته را ورسيږي، چي نوره به بيا دا ستونزه نه وي.»

په کندهار کي د شخصي پوهنتونونو محصلان وايي، چي دوی ته مسلکي استادان پر معيار پوره کاري کولم او نوري اړتياوي چمتو دي. د هغوی په خبره دا دوی ته يو ښه چانس دئ، چي تر وخت وروسته لوړي زده کړي کوي.

«دوی باید موږ نور هم تشويق کړي، چي زده کړي وکړو نه دا چي زموږ پوهنتونونه را تړي. موږ په دغسي يوه بې امنه فضا کي پوهنتون ته راځو دوی ئې را تړي. هر څوک چي وايي چي دغه پوهنتونونه پر معيار برابر نه دي مهرباني دي وکړي زموږ څخه دي ازموينه واخلي.»

په کندهار کي د ملالۍ او ميرويس نيکه په نامه شخصي پوهنتونونو کي شاوخوا درې سوه تنه نارينه او ښځينه محصلان په زده کړو بوخت دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل