1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ولي د ليمو اوبه سهار څښل تندرستۍ ته گټه لري؟

۱۳۹۶ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

که غواړی چي ورځ مو په تندرستۍ پيل سي، نو سهار په يوه پياله تودو اوبو کي ليمو اوبه کړئ او وېڅښئ. دغه څښاک تندرستۍ ته ډيري گټي لري. خو غاښونو ته به مو پام ساتئ.

https://p.dw.com/p/2eADX
Grüner Tee mit Zitrone
انځور: Colourbox

ورځ په يوه پياله تودو اوبو کي په تازه ليمو اوبه کولو سره پيلول، هغه سنتی نسخه ده چي د سالمي تغذيې او تندرستۍ له پاره ډېري گټي لري. دغه څښاک معده فعاله او اينه پاکوي.

دا چي د ليمو اوبه ويتامين «سي» لري نو د بدن دفاعي سيستم پياوړی کوي. دغه راز هغه کسان چي د اسيد په برخه کي ستونزي لري، د ليمو اوبه ئې د دغه اختلال د تعادل او ثبات په برخه کي مرسته کوي.

د ليمو اوبه زهري خاصيت هم لري او په طبيعي ډول د ادارآورو موادو جزو دي، نو دغه خاصيت له بدن سره د زهري اوبو په دفع کولو کي د مرستي سبب کيږي.

د ليمو اوبو بل خاصيت د پوست نرم او مرطوب ساتل دي.

په لنډه توگه که ووايو هر سهار د ليمو اوبه څښل ډېر گټمني دي. دا چي ترش لیمو يو له اسيدي ميوو څخه دی او خوله اسيدي کوي، نو د غاښونو د ساتلو له پاره بايد د ليمو اوبو تر څښلو وروسته خوله په اوبو پرېوله سي.