1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د هسپانیا په ټاکنو کې کم شمیر کسان ګډون کوي؟

۱۳۹۵ تیر ۵, شنبه

ښایي هسپانويان نور له سياست څخه ناخوښ وي ځکه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په پارلماني ټاکنو کې ګوندونه تر اوونیو خبرو وروسته هم کوم توافق ته ونه رسېدل. يوې نظرپوښتنې اوس موندلې چې ښايي ۷۰ سلنه هسپانويان هيڅ خپله رايه ونه کاروي.

https://p.dw.com/p/1JDb7
انځور: picture-alliance/dpa

د مېترو سکوپيا نظر پوښتنې انستيتوت يوه څېړنه چې د «اِل پائيس» ورځپاڼې په فرمايش ترسره شوې ده، ښېي چې کېدای شي ۷۰ سلنه رايه ورکوونکي د هسپانيې په پارلماني انتخاباتو کې ګډون ونه کړي. له دغه حالت څخه به ښايي د «پارتيدو پوپولار» يا ولسي ګوند محافظه کار انتقالي صدر اعظم ماريانو راخوي، ګټه پورته کړي. د هغه د ګوند غړي او پلويان د نورو ګوندونو د پلويانو په نسبت خپلې رايې ډېرې کاروي.

د هغو کسانو په جمله کې چې ولسي ګوند ته خپله رايه ورکوي، ۸۲ کلن کريستيانو هم راځي. ده له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «ځوانان ښايي يو څه په ازموينو لاس پورې کړي خو تر ۶۰ کالو پورته خلک ثبات غواړي. ځکه هغوی ولسي ګوند ته خپلې رايې ورکوي.»

سره له دې چې حاکم ګوند د فساد او درغلۍ له بېلابېلو تورونو او پېښو سره مخامخ دی، خو بيا هم اکثريت محافظه کار رايه ورکوونکي ورڅخه ملاتړ کوي. کريستيانو هم هغوی خوښوي. دی وايي چې ټول سياستوال خو هسي هم خپل جېب ته کار کوي. «خو که کمونيستان انتخابات وګټي، نو هغوی به هسپانيا به سوچه له دېوال سره وجنګوي.»

دغه کمونيستان چې کريستيانو ورڅخه يادونه کوي، «اُونيدوس پودېموس» نوميږي. هغه د چپي ګوندونو يو ائيتلاف دی چې د حکومت د سپما له سياست سره مخالفت لري. دغه ائيتلاف په نظرپوښتنو کې مخ په لوړه درومي چې کېدای شي په ټاکنو کې دويم ځای خپل کړي. «اُونيدوس پودېموس» د سياسي مخکښ قشر له پاره اصلي ګواښ دی، خو د دغه ګوند مشر، پابلو ايلګېزياس، کبرجن او احساساتي بلل کيږي چې په خپلو ملاتړ کوونکو کې هم له چندان محبوبيته برخه من نه دی. د سپما ضد دغه ائيتلاف د مادريد، بارسلونا او والنسيا په څېر د هسپانيې درې لوی ښارونه نيولي دي چې په دې موخه يې له ځايي او سيمه يزو ډلو ټلوالې رامنځ ته کړې دي.

يو بل چپي ګوند د «پي اس او اي» په نوم د پېترو سانچس، په مشرۍ سوسياليستي ګوند دی. دغه ګوند د لسيزو راهيسې له تر ټولو ستر بحران سره مخامخ دی. له ۱۹۷۸ کال راپه دې خوا چې هسپانيا دموکراسۍ ته بېرته راغلې ده، سوسياليستان په اول ځل په نظرپوښتنو کې د دوو مخکښو ګوندونو په ډله کې نه شمېرل کيږي.

خو پرته له دې چې څوک به په انتخاباتو کې تر ټولو زياتې رايې او چوکۍ خپلې کړي يوه خبره څرګنده ده چې هيڅ کوم ګوند او ائيتلاف به هغه ۱۷۶ چوکۍ ونه ګټي، چې د حکومت جوړولو له پاره ورته اړتيا ده.

د ګوندي مشرانو لکه راخوي، ايګلېزياس او سانچس تر منځ شخصي ستونزې او په کتالونيا سيمه کې احتمالا راروانه د خپلواکۍ اخيستلو پروسه به د ګوندونو تر منځ خبرې اترې سختې کړي، په تېره بيا د کيڼ اړخو ګوندونو تر منځ. کېدای شي دا ځل هم له پارلماني انتخاباتو وروسته د توافق موندلو لاره خورا اغزنه وي.