1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د هسپانیې په کاتالونيا کې تروريستي حملې ترسره سوې؟

۱۳۹۶ مرداد ۲۸, شنبه

اسلامې افراطيان ترټولو ډیر د هسپانیې په بارسیلونا کې فعاله دي. ددې مسئلې دوه دليله دي: يو د خود مختاره محلي حکومت وضعيت او بل يې هم ددغه ښار څوکلتوري ځانګړتياوي دي.

https://p.dw.com/p/2iVG8
Spanien Archivbild Festnahme IS-Verdächtiger
انځور: Imago/Agencia EFE

« په کاتالونيا کې ګواښونه روښانه دي»، دا جمله د هغه تحقيق خلاصه ده چې د امريکا د متحده ايالتونو خارجه وزارت په ۲۰۱۰ کال کې د بارسلونا د وضعيت په اړه وړاندې کړې وه او د «ويکي ليکس» شبکې هغه افشا کړل. امريکا د همدې جملې په کارولو سره په بارسیلونا کې د مسلمانو ځوانانو په منځ کې د افراطيت په اړه په ډيره روښانه توګه خپله انديښنه ښکاره کړه.

په افشا شويو اسنادو کې راغلي ول چې د بارسلونا ښار  « د انديښمن کونکو فعاليتونو د تقاطع سيمه ده». په دغه ښار کې ډير شمير مسلمانان ژوند کوي چې يوه وړه برخه يې له جهاديانو سره هم سر ښوروي. د امريکا د خارجه وزارت په سند کې راغلي دي چې د شمالي افريقا هيوادونو، پاکستان او بنګله ديش څخه راغليو مهاجرو « دغه سيمه د تروريستي ګمارنو لپاره په يوه زړه راښکونکي ښار» بدل کړی دی.

د تيرې اوونۍ له بريدونو څخه يوه ورځ وروسته، هسپانوي رسنيو د خطر ميزان د امار او ارقامو سره خپور کړ. بارسلونا، د اسپانيا د نورو ښارونو مادريد، سئوتا او مليلا په پرتله يو شمير استثنايي جهاديان په ځان کې لري. د هسپانيا نژدې يو دريمه برخه مسلمانان په همدې ښار کې ژوند کوي. په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو کې په ټوله اسپانيا کې ۱۷۸ تنه توقیف شول چې نژدې څلور پنځمه برخه يې د يوه ښار اوسيدونکي ول.

د هسپانيا ډيری مسلمانان په کاتالونيا ايالت کې ژوند کوي. په دغه ايالت کې چټکه اقتصادي وده د ارزانو کارګرانو لپاره په يوه ښه سيمه بدله شوې ده. حکومت وروسته له هغې چې د پولندي کارګرانو په استخدام کې بريالی نه شو په ۲۰۰۳ کال ېې په کازابلانکا کې د استخدام يو مرکز پرانیست. د دغه کار په پايله کې ډیر شمير مراکشيان کاتالونيا ته راغلل. په د ۲۰۱۵ کال کې په دغه خودمختاره ايالت کې نيم ميليون مسلمانانو ژوند کاوه چې د ټول نفوس ۷ سلنه برخه يې جوړوله. له هغه وخته راپديخوا د تروريستي پيښو په تړاو سم نيمايي نيول شوي تورن کسان هغه وکړي ول چې اسپانيا کې زيږيدلي ول.

 ۲۰۱۳ د بدلون کال

تر ۲۰۱۳ کال پورې د تروريزم په تور نيول شوي اکثره کسان، يعنې ۹۰ سلنه برخه یې بهرنيان ول چې په هغو کې بيا ډیری يې هغه کسان ول چې په مراکش، پاکستان او الجزایز کې زيږیدلې ول. د تروريرستي چارو کارپوهان فرناندو رايناريس او کارولا کاولو ومونده چې په ۲۰۱۳ کال کې وضعيت د بدلون په حال کې دی. تير وخت ته په کتو په دې برخه کې د بدلون د رامنځ ته کيدو دوه دليلونه روښانه دي. يو په سوريه کې د جګړو زور اخيستل چې يو شمير قهرجن ځوانان یې افراطيت لور ته وهڅول او دوم دليل يې دا چې د مسلمانانو دويم نسل ځوانان شوي دي. په هسپانيا کې مهاجرت نسبتا نوې پديده ده چې په ۱۹۹۰ کال کې پيل شوې. د دغو مهاجرو ماشومان تر وروستيو کلونو پورې نه وو غټان شوي.

Spanien Schweigeminute nach Terroranschlag in Barcelona
انځور: Reuters/S. Perez

مختلف فرهنګونه

«عموميت يا زده کړه» هغه څه ده چې د کاتالونيا خودمختاره حکومت يې د بارسلونا د څو دوديزې فضا په توګه ستاينه کوي. خو هسپانوي خبريال ایګناسيو کمبريرو «د خدای اسپانيا» په نوم خپل کتاب کې وايي چې د « عموميت يا زدکړې» مفهوم په ټولنه کې د مسلمانانو له ادغام سره ډیر لږ تماس نيسي.

د کمبريرو په وينا بارسلونا په اروپا کې يوازنی لوی ښار دی چې جامع جومات نلري. دی وايي چې په دغه ښار کې يې د وړو جوماتونو اکثره درخواستونه رد شوي او يا چارواکو ورته په داسې ځايونو کې د رغولو جواز ورکړي چې د سوداګرۍ له اړخه ضعيف دي. دغه موضوع تر اوسه هم د کوربه هيواد او مهاجرو تر منځ شتون لري. همدا دليل دی چې هسپانيا تر اوسه هغې موافقې ته نده رسيدلې چې د فارس خليج عربي هيوادونو په پيسو دې دغه هيواد کې جوماتونو ورغول شي. دغه مسئله په ښوونځيو کې هم د مسلمانانو په ديني زدکړو کې صدق کوي.

که چيرې په هسپانيا کې د مسلمانانو د دويم او دريم نسلونو اکثريت برخه په دې ونه توانيږي چې د خپل دين او سيکولار ټولنې تر منځ تعادل رامنځ ته کړي، ښايي په راتلونکې کي په کاتالونيا کې بحران تر دې دوه برابره ډير شي.