1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي روسیه قرغزستان ته وسلې ورکوي؟

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ دی ۲, چهارشنبه

روسي رسنيو د دغه هيواد د دفاع وزير په حواله ویلي دي چې مسکو په فعاله توګه د قرغزستان پوځ ته وسلې ورکوي چې په مرکزي اسیا کې د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» د ګواښ پر ضد مبارزه وکړي.

https://p.dw.com/p/1HSFk
انځور: Getty Images/AFP/A. Smirnov

د روسیې «ريا» خبري رسنۍ د دغه هیواد د دفاع وزیر سرګي شویګو، په حواله ویلي دي چې د افغانستان وضعیت د داعش ډلي په پيدا کېدو سره د خرابیدو په حال کې دی.

په وروستیو وختونو کې دغي ډلي د افغانستان د نورو برخو په ګډون په ننګرهار ولایت کې خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی دی چې له کبله یې نه یوازي په افغانستان، بلکي سیمه کې د «اسلامي دولت» ډلي جنګیالیو د فعالیتونو په اړه اندېښنې پيدا شوي دي.

روسیه د قرغزستان پلازمېني ته نژدې د کانت په سیمه کې یوه پوځي اډه لري. مسکو اندېښنه لري چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په ډیریدو سره کیدای شي دغه ډله د مرکزي اسیا هیوادونو لکه تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبکستان ته لار ومومي او له هغه ځایه روسیې ته ګواښ شي.

که څه هم افغان چارواکو په لومړي سر کې په افغانستان کې د اسلامي دولت له فعالیتونو انکار کاوه خو په وروستیو وختونو کې په طالبانو کې د اختلافاتو له ډیریدو سره، له دې ډلي یو شمیر جلا شویو طالبانو له داعش سره خپل بعیت اعلان کړ.

اوس مهال داعش ته وفاداره ډېر جنګیالي په ننګرهار ولایت کې میشت دي او په دې ولایت کې یې آن د راډیو خپرونې هم پیل کړي دي چې ډیر وخت پکښې دولت پلوو کسانو ته ګواښونه کيږي.

تر دې مخکې روسۍ رسنیو د دغه هیواد د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي ول چې په افغانستان کې وضعیت ته په کتو سره د مرکزي اسیا هیوادونه په ډیرېدونکې توګه د داعش له ګواښ سره مخامخ شوي دي.

دغو چارواکو ګواښ کړی وو چې د داعش ډېر جنګیالي اوس هڅه کوي چې خپل ځان د افغانستان شمال ته ورسوي، څو له هغه ځایه د مرکزي اسیا هیوادونو ته ګواښ شي.

له هغه وروسته چې کندز ښار څو ورځي د وسله والو طالبانو په کنترول کې شو په دې اړه نوري اندېښنې هم ډيري شوې چې گويا ډېرو ياغيانو د افغانستان شمال ته مخه کړې ده. خو افغان امنیتي ځواکونه بیا وتوانیدل چې دغه ولایت د طالبانو له ولکې وباسي.