1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي شفیق مرید په هرات کي سندري و نه ويلې؟

۱۳۹۱ مرداد ۳۱, سه‌شنبه

په هرات ولايت کي نزدې۱۵۰ تنو ځوانانو د شفیق مرید د کنسرت د لغوه کیدو په خاطر اعتراض وکړ. په پلان کي ول، چې مرید د اختر پر دریمه په هرات ښار کي یو کنسرت ورکړي.

https://p.dw.com/p/15tb0
انځور: DW

په پلان کې وه چې د افغانستان ځوان سندرغاړی شفیق مرید، نن (۲۰۱۲ کال د اګست۲۱مه) په هرات کې یو کنسرت ورکړي، خو تر کنسرت يوه ورځ دمخه يو شمېر خلکو د دغه کنسرت د لغوه کولو ږغ پورته کړ. د هرات ولایت د یو شمیر اوسیدونکو په خبره، چي دغه کسان د مولوي مجیب الرحمان انصاري د پريکړي له مخي راغلي ول.

په مزارشریف کې د مورید د کنسرت په اړه دلته د انځورونو البوم ووینئ.

د شفیق مرید کنسرت ولې لغوه شو؟

د هرات سیمه ییز تلویزیون تیره ورځ خبر ورکړ چې د شفیق مرید کنسرت د «یوه ديني عالم» د مخالفت له کبله لغوه شوی دئ. دغه «دیني عالم» مولوي مجیب الرحمن انصاري، نومیږي چې د هرات ولایت د گازرگاه د مسجد خطیب دئ. د هرات ولایت یو تن ځوان چې نه ئې غوښتل نوم ئې واخسیتل شي دویچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل، چې مولوي مجیب الرحمان یو «افراطي» سړی دئ او د خلکو د احساساتو د تحریکولو لامل کیږي. د دغه ځوان په خبره دا مولوي ډیر وخت له فرهنگي، هنري او ټولنیزو ازاديو سره مخالفت کوي.

مولوي مجیب الرحمن په یوه بیانیه کې، کنسرتونه د اسلام ضد عملونه بللي دي او ویلي ئې دي، چې کنسرتونه ځوانان پر ناسمو لارو روانوي. هغه د هرات له خلکو څخه غوښتي وو چې د دغه کنسرت مخه ونیسي.

په همدې حال کې د شفیق مرید امنیتي او خپرونو مسئول نصرت الله عصمتي، دویچه ویله ته وویل چې د مرید کنسرت د هرات ولایت د یو شمیر لوړ پوړو چارواکو د فشارونو له امله لغوه شوی دئ.

عصمتي زیاته کړه چې د هرات ولایت چارواکو هغه ته ویلي دي، چې د مرید کنسرت ته داسي گواښونه متوجه دي چې کنترول ئې د هغوی له توانه وتلی دئ.

په هرات کې د شفیق مرید کنسرت له ډیري مودې راهیسې پلان شوی وو او د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د دې کنسرت اعلانونه ځړول شوي ول.

په هرات کي کنسرتونه

په هرات ولایت کې د شفیق مرید تر پلان شوي کنسرت یوه ورځ دمخه د ارش بارز له خوا يو کنسرت ورکړل شو. هغه وایي: «له موسیقي سره د هرات د خلکو میني ته په کتو سره هغوی نور له بنسټ پالني څخه ستړي شوي دي. خلک غواړي لاسونه سره یو کړي او د باندې ووزي او د سولي، امنیت او ازادۍ غوښتنه وکړي. هغوی غواړي یو ځل بیا د بیان د ازادۍ دفاع وکړي.»

تر دې دمخه د افغانستان د يو بل سندرغاړي فرهاد دریا، په گډون نورو افغان سندرغاړو هم په هرات کې کنسرتونه ورکړي ول. د هرات ولایت سندرغاړي د شفیق مريد د کنسرت د ورکولو مخنیوی غندي او له دولت څخه غواړي چې د مرید دفاع وکړي.

شفیق مرید څه وایي؟

شفیق مرید پخپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي: «غوښتل مې چې اختر له خپلي ستري کورنۍ سره چې د لرغوني هرات ولایت هنر پاله خلک دي، ولمانځم، خو له خواشینۍ سره...»

هغه له خپل دې پیغام سره یو انځور هم خپور کړی دئ چې پکښې یوازي په هغه ځای کې ناست دئ چې د پلان له مخي ئې باید هلته کنسرت ورکړی وای. ښايي مرید غواړي له دې انځور او پیغام سره ډیر څه ووايي خو نه غواړي چې دغه هر څه په فیسبوک کې ولیکي. مرید د خپل فیسبوک په پاڼې کي یو بل بیغام هم لیکلی دئ: «د خپل ځان، خپلو خلکو او په خاصه توگه د هرات د خلکو له پاره خواشینی یم.»

مرید د خپل دې کنسرت نوم «یک تبسم» ایښی وو. د هغه د خپرونو مسئول نصرت عصمتي، وایي چې مرید او د هغه ملگرو پریکړه کړې وه چې د دې پر ځای چې اختر له خپلو کورنیو سره ولمانځي، خپلي خوښۍ د هرات له خلکو سره شریکې کړي. عصمتي په همدې حال کې د هرات له ځوانانو څخه مننه کوي چې د مرید د ملاتړ له پاره سړکونو ته راوتلي دي.

مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل