1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي په آلمان کي مهاجر تر زده کړو کار ته زړه ښه کوي؟

۱۳۹۴ دی ۲۱, دوشنبه

د آلمان د کار ادارې د معلوماتو له مخي دغه هيواد ته ډېر راغلي مهاجر تر زده کړو کار ته ډېر زړه ښه کوي. د دې دليل له خپلو کورنيو سره مرسته او د پورونو ادا کول ښوول سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HbJs
انځور: DW/O.Indyukhova

د آلمان د کار ادارې يوه مشر رايموند بيکر، له «زود ديچه څايتونگ» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «زموږ د معلوماتو له مخي ډېر مهاجر غواړي چي هرڅه ژر پيسي وگټي.»

د هغه په خبره: «دوی غواړي چي په دې سره په خپلو هيوادونو کي له خپلو کورنيو سره مرسته وکړي او د هغو قاچاقبرانو چي دوی ئې تر اروپا پوري رارسولي دي پورونه ورکړي.»

هغه زیاته کړې ده: «ډېری مهاجر په آلمان کي د حرفوي زده کړو په اړه معلومات نه لري. دوی ته بايد په دې اړه د یوه مسلکي کس له خوا معلومات ورکړل سي.»

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

د کار بازار په برخه کي د يوه څېړنيز انستيتوت څېړنه ښيي چي په آلمان کي هغه خلک چي خرفوي زده کړي ولري تر هغو کسانو ډېري پيسي گټي چي زده کړي ئې نه وي کړي.

د کارپوهانو په نظر دا ډېره مهمه ده، څو هغو مهاجرو ته چي حرفوي زده کړي ئې نه وي کړي د زده کړو زمينه برابره سي او هغوی دې ته وهڅول سي چي په دغه هيواد کي حرفوي زده کړي وکړي.

د کار په بازار کي د هغو کسانو د بې کارۍ چانس ډېر لږ دئ چي حرفوي زده کړي ئې کړي وي.

خو د ډېرو مهاجرو ستونزه دا ده چي دوی تر اورپا پوري ځانونه په پور راسولي وي او يا تر شا ئې داسي کورنۍ پرې ايښي وي چي د اقتصادي ستونزو د ليرکولو له پاره بل څوک نه لري.