1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي په شاه جوی کي۴۰ ښوونځي وتړل سول؟

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۵, چهارشنبه

د زابل ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کي نزدې ۴۰ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل سوي دي. ځايي اوسېدونکي ئې د تړلو علت د حکومت له خوا په دغه ولايت کي د موټرسايکل چلولو د بنديز پرضد د طالبانو غبرگون ښيي.

https://p.dw.com/p/18XoD
Die Taliban haben mehr als fünfzig Schulen in Afghanistan geschlossen: Darunter auch die Jahan Maleka High School in der Provinz Ghazni, sagt Mousa Akbarzai, Gouverneur der Provinz Ghazni in Afghanistan; Ghazni, April 2012; Copyright: DW/Qadir Wafa
Die Taliban haben mehr als fünfzig Schulen in Afghanistan geschlossenانځور: DW

د زابل ولايت چارواکي وايي د دغو ښوونځو په تړل کېدو سره نزدې ۱۴ زره کوچنيان او لويان له زده کړو څخه بې برخي سوي دي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، دوى په دې اړه خپلو امنيتي څانګو ته د سيمه ييزو خلګو په همکارۍ لار ښوونه کړې ده، چي ښوونځي يو ځل بيا د زده کوونکو پر مخ پرانيزي:

«موږ هڅه کوو، چي تړل سوي ښوونځي دوباره د خلګو په همکارۍ د زده کوونکو پر مخ پرانيزو. ښوونکي او د زده کوونکو والدين وهڅوو، چي له ګواښونو څخه ونه ويريږي او خپل اولادونه ښوونځيو ته وليږي.»

ځايي خلک وايي ښوونځي له هغه وروسته تړل سوي دي، چي په زابل ولايت کي د موټرسايکلونو پر چلولو باندي بنديز ولگېد او وسله والو د ښوونځيو تړلو ته ملا وتړل او ټول خلک ئې تهديد کړل.

د زابل ولايت چارواکو څو مياشتي دمخه په دغه ولايت کي پر موټرسايکل چلولو باندي، ځکه بنديز ولگاوه چي په خبره ئې وسله وال طالبان په ورانکاريو او ترور کي کار ځني اخلي.

د شاه جوى اوسيدونکي وايي، دوى د قومي مشرانو اوسپين ږيرو په واسطه له وسلوالو طالبانو سره ږغېدلي دي، خو په خبره يې، چي طالبانو ورته د دولت له خوا د موټر سايکلانو پر تګ راتګ د بنديز د ليري کولو شرط ايښى دى.

«زموږ د سيمي قومي مشران او سپين ږيري له طالبانو سره ږغېدلي دي، خو طالبانو ورته ويلي دي چي دا ښوونځي به تر هغه پوري تړلي وي، چي دولت په زابل کي د موټرسايکلانو پر تګ راتګ بنديز نه وي ليري کړى.»

خو د زابل د ولايتي شورا غړی حاجي محمد هاشم ګرانى بيا دا خبره نه مني او وايي، چي د دغو ښوونځيو د تړلو علت اداري فساد دی. د هغه په خبره څو ورځي دمخه د ښووني او روزني رياست له يو ګډ پلاوي سره د والي په امر سيمي ته تللى وو او ورته معلومه سوې ده، چي د ښوونځيو په تړلو کي خپله د يادي سيمې د ښووني او روزني مديريت لاس لري.

د ګراني په خبره، که چيري وسله والو د موټرسايکلانو د تګ راتګ پر وړاندي د ښوونځيو مخنيوى کولاى، نو موټرسايکلان په ټول ولايت کي بند دي، ولي د زابل په نورو سيمو کي ښوونځيو ته ګواښ نه کيږي؟

«زه دا خبره نه منم، دا خپله د هغه سيمي د معارف رياست د استادانو د تنخوا له پاره دا چل جوړ کړى دى او له وسله والو سره يې لار يوه کړې ده. کنې په ټول زابل کي پر موټرسايکلانو باندي بنديز دى، په نورو سيمو کي طالبان ولي د ښوونځيو د تړلو ګواښ نه کوي.»

ليکن د ولسوالۍ د ښووني او روزني رياست چارواکي د اداري فساد خبره ردوي اووايي، چي يوازي ناامني د دې سبب سوې ده، چي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ وتړي.

په سيمه کي د ښووني او روزني استادان له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غواړي، چي خپل شوم هدفونه د ښوونځی له پاک انګړ څخه ليري سرته ورسوي.

د دوى په خبره هر څوک، چي له معارف سره دښمني کوي، په واقيعت کي د يو هيواد له تاريخ، راتلونکي نسلونو او پوهنيزو پرمختګونو سره لويه ناځواني کوي.

استادان زياتوي، د دغسي کسانو د شومو موخو په شنډولو کي بايد نه يوازي مسئولي څانګي، بلکي عام ولس هم خپل مسئوليت په پوره ايماندارۍ سره سرته ورسوي.