ولې برلین د کریسمس پر مهال ښکلی وي؟
برلین په نړۍ کې په خپلې ښکلا سره ډیر شهرت لري. خو دغه ښار د کریسمس پر مهال تر نورو وختونو لا ښکلی کیږي. آيا ډیر سیلانیان دغه ښار ته د کریسمس پر مهال د ځانگړي ښکلا د لیدو له پاره ورځي؟
د سپنداو به زاړه ښار کې د کریسمس مارکیټ د نوي کال پر مهال یوه په زړه پوري منظره وي. په دې مارکیټ کې شاوخوا ۲۵۰ سوداگر خوراکي مواد او په لاس جوړ شوي توکي پلوري.
د چارلوتین بورگ قصر مخ ته، په دغه جوړ شوي مارکیټ کې د لوړ کیفیت توکي پلورل کیږي. دغه بازار د کریسمس پر مهال برلین ته نوره ښکلا ورکوي.
د برلین په برایتس شايد پلڅ سیمه کې هم د کریسمس مارکېټونه جوړیږي چې ان د دغه جشن تر ختم وروسته هم دوام کوي.
د برلین په لویدیځ کې کودم، سيمه په کریسمس کې په څراغانو سینگار وي. په دغه ځای کې د کریسمس پر مهال لویې مجسمې هم په څراغانو ښایسته کیږي.
د کریسمس پر مهال تقريباً د هر آلماني په کور کې د کریسمس یوه ونه په څراغانو سینگاریږي. د آلمان د صدراعظمې له پاره هم دغه شان وني جوړیږي او د هغې د دفتر په مخ او منځ کې ایښوول کیږي.
له لسو کلو راهیسې د «اونتر دین لادین» واټ هم څراغان وي. دغه سړک به د نوي کار تر لومړۍ ورځې پوري دغه شان سینگار شوی پاته شي.
د کال په هر موسوم کې د برلین په «پوتسدامر پلڅ» سیمه کې د سوني سنتر په څراغانو ښايسته وي. خو د نوي کال او کریسمس پر مهال په دې سیمه کې ۱۰۰۰۰۰ نور څراغان هم اضافه کیږي او د دې سیمې ښکلا نور هم زیاتوي.
د «گیندرمن مارکت» سیمه ډیره سنتي بڼه لري. دغي سيمي ته ورتلونکي کسان کولای شي، خوراکي مواد، په لاس جوړ شوي او نور توکي رانیسي.
که څوک غواړي د کریسمس له مارکیټونو څخه لا ډیر خوند واخلي، نو د «الکساندر پلڅ» سیمي مارکیټ ته دي ورشي. په دې سیمه کې ډیر وخت جشنونه جوړيږي او ډیر ورتلونکي کسان ځوانان وي.
له ۲۰۰۳ کال راهیسې د «یونین برلین» فوټبال ډلې په ستدیوم کې هر کال ډیر کسان راټوليږي او د ډسمبر پر ۲۳مه نېټه سندرې وایي. په لومړي کال کې د دغو کسانو شمیر یوازي ۸۹ تنه وو خو تیر کال د هغوی شمیر ۲۷۵۰۰ تنو ته ورسید. سږ کال هم د زرونو کسانو د ورتگ تمه کیږي.