1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې ځوانان له خپل هیواد (مالي) څخه مهاجر کیږي؟

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آبان ۲۸, پنجشنبه

د دغو سیمو د خلکو یوازنې هیله دا وي چې خپل یو زوی یا لور اروپا ته واستوي، څو له هغه ځایه کور ته پيسئ را ولیږلې شي. دوی په خپل هیواد کې ځان ته راتلونکی نه ویني او وایې چې یا به اروپا ته ځان رسوې یا به مري.

https://p.dw.com/p/1H8vM
انځور: DW/B. Riegert

اداري فساد، نا مناسب محصول، د روغتیایې اسانتیاو نشتون، د روزنیزو امکاناتو محدویت، نا معلومه راتلونکی او د کار بازار نشتوالی: د دې ټولو تر څنگ جانبي کړکیچونه، جگړې او طبیعي آفات...... هغه ستونزي دي چې تر ټولو په لومړي قدم کې ځوانان له خپل هیواد څخه مهاجرت ته اړ باسي.

اروپایې اتحادیې د افریقا په سرمشریزه کې (۱۱.۱۱.۲۰۱۵څخه تر ۱۲.۱۱.۲۰۱۵) د دغو ستونزو پر وړاندې د مبارزې د پاره له افریقایې هیوادونو سره د څو میلیاردي بستي مرستو ژمنه وکړه. سیاستوال باید هڅه وکړي د بیلگې په توگه د مالي په کلیو کې د وینې تویدنې مخه ونیسي.

د مالي په لویدیځ کې د کودیان کلۍ یو وخت د ارزن د تولید او مالدارۍ له امله ډیر مشهور وو. د دغه کلي د شاوخوا ۲۰۰۰ اوسیدونکو دری ـ څلور نسلونه همدلته اوسیدلي دي.

د عثمانه دیاراره، په شان د دې کلي اوسیدونکو به د پلازمېنې بماکو په مارکیټونو کې خپلې غلې داني خرڅولې او له دې لارې به یې خپل ژوند تائمینوو. عثماني وایې چې د کلي د ۲۰۰۰ اوسیدونکو څخه اوس یوازې ۳۰۰ یې پاتې دي.

« په تیرو کلونونو کې په پرله پسې ډول ډیر شمیر ځوانان له دې ځایه تللي دي. په ځانگړي توگه اوس د ورښتونو تر وخت وروسته موږ وینو چې دوی خپل بکسونه تړي. د اقلیم د بدلون له امله هر کال ورښتونه کمیږي.

حاصلات کم ول او سږ کال یو وار بیا ما ونه کولې شول خپل مصارف پوره کړم. کارونه نه پيداکیږي، زموږ سیاستوال تشې ژمنې کوي له همدې امله ځوانان له هیواد څخه تښتي.»

د کودیان کلي د هرې کورنۍ لږ ترلږه دری تنه ځوانان وتلي دي. دوی په لومړي سر کې بماکو او بیا اروپا مخه کوي. چیاکا او د هغه مور پلار چې یوازی یوه غوا یې درلودله هغه یې هم خرڅه کړه، څو پیسې یې قاچاقبر ته ورکړي او خپل کشر ورور د مدیترانې سمندر په خطرناکه لاره اروپا ته واستوي. خو چیاکا وایې چې دغه خطرونه په دې ؤ ارزیدل.

Flüchtling Burkina Faso Mali Burkina Faso
انځور: DW/Peter Hille

چیاکا وایې چې ورور یې دوه کاله په لاره کې تیر کړل. اوس هسپانیې ته رسیدلې دی او له هغه ځای یې پيسې هم ور استولي دي. په دغو پيسو دوی په کلي کې د غلو دانو تخمونه را ونیول او همدارنگه یوه تبیله یې جوړه کړه.

همدارنگه دوی په دغو پيسو د خپل ناروغه پلار له پاره وخت ناوخته درمل هم رانیسی. چیاکا زیاتوي چې په اروپا کې د خپل ورو له مرستې پرته به یې ناروغه پلار اوس مړ شوې وای.

خو د راډیوي پروگرامونو مودراتوره دیینیبا کونارا، وایې چې د دا ډول بریالیتوب کیسې به نور وا نه ورئ. نوموړۍ په کلي کې هغه نورو ځوانانو ته خبردارې ورکوي چې د چیاکا د ورو په څیر دې خپل ژوند په خطر کې نه اچوي. کونارا زیاتوي:

«زه داسې ډیر کسان پیژنم چې په لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زما خپل ورور هم په دې لاره کې مړ شوی دی. هغه کشتۍ چې نوموړی په کښې سپور وو د مراکش او هسپانیې تر منځ په اوبو کې ډوبه شوه او هغه مړ شو. خو سربیره پر دې ډیر شمیر ځوانان د اروپا سفر ته زړه ښه کوي. سره له دې چې دوی دقیق په دې خبره پوهیږي.»

بابویې چې ۱۹ کلن دی او هغه ته وروته نور ځوانان په بماکو کې د کوڅې په یو کنج کې له خپلو بیکونو سره ناست د قاچاقبر په تمه ناست دي. بابویې وایې چې د هغه د ښوونځي ډیرې ښې نومرۍ او هغه هیله یې چې یوه ورځ به انجینر شي په مالي کې هیڅ ارزښت نه لري. د هغه په خبره یوازې له فساد او تعلقاتو سره په خپل هیواد(مالي) کې سړی پر مختگ کولې شي.