1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې ډیری هندي ښځې غواړې سلمان خان ترې بخښنه وغواړي؟

د دویچه ویله اردو څانګه/ ک.ص۱۳۹۵ تیر ۵, شنبه

د سلمان یوې څرګندونې په هندوستان کې د ښځو سخت غبرګون راپارولی دی او اوس ډیری کسان له دې سینمایي ستوري څخه غواړي چې بخښنه وغواړي. سلمان خان د جنسي تیري په اړه دغه څرګندونې د خپل نوي فلم په اړه د خبرو پر مهال کړې وې.

https://p.dw.com/p/1JDYq
Indien Schauspieler Salman Khan
انځور: picture alliance/AP Photo/R. Kakade

د هند سینما (بالییوود) وتلی ستوری سلمان خان، د ښځو په اړه د یو جنسیتي نظر په څرګندولو سره، د دغه هیواد له ښځو څخه د ملاتړکونکو ټولنو لخوا تر سختو نیوکو لاندې راغلی دی. سلمان خان د خپل یو فلم لپاره له سختو تمریناتو کولو وروسته ویلي دي چې هغه له زیات تمرین کولو وروسته ځان داسې ستړی ستومانه احساسوي « لکه پر یوې ښځې چې جنسي تیری شوی وي».

سلمان خان چې تر ډیره په خپلو فلمونو کې د یو قهرجن، زړه ور او په عین حال کې د مهربانه زړه لرونکي انسان رول لوبوي، د خپل «سلطان» فلم په اړه مرکه کې دغه جنجالي خبره کړې دي.

هغه په مرکه کې وویل چې د سلطان فلم په اړه د سختو تمریناتو پر وخت به ډیر زیات ستړی کیده. سلمان وویل:« له شوټنګ څخه وروسته به چې ګرځيدم نو داسې فکر به مې کاوه، لکه د یوې ښځې په څیر چې وباندي جنسي تیری شوی وي او نه به مې شو کولای چې سم په لاره وګرځم.»

د پنځوس کلن سلمان دغه مرکه د دوشنبې په ورځ د هند په «سپوټ بوای» ویب پاڼه کې خپره شوه.

د هند د ښځو ملي کمیسیون، د سلمان خان دغه څرګندونې «اهانت کونکي» بللي دي او له سلمان خان څخه یې غوښتي دي چې په علني توګه دې معذرت وغواړي. د سلمان خان دغه څرګندونې د انټرنيټ په مجازي نړۍ کې هم د ډیرو خلکو غوصه راپارولې ده. د انټرنیت کارونکي د دغې موضوع په باب خپل بحثونه د #InsensitiveSalman «هش تګ» سره خپروي.

سلمان خان د خپل دغه نظر له کبله په داسې وخت کې د هندي ښځو تر سختو نیوکو لاندې راغلی دی، چې په دغه هیواد کې تل پر ښځو، په ځانګړي توګه، سیلانیو ښځو باندې د ډلیزو جنسي تیریو پیښې په رسنیو کې د سر خبر وي.

د دغې ټولنیزې ستونزې په زیاتیدو سره هندوستان د جنسي تیریو په باب خپل جزای حکمونه تر ډیره سخت کړي دي. په ۲۰۱۳ کال کې پر یوې محصلې نجلۍ د څو تنو نارینه و له خوا د ډلیز جنسي تیری ترسره کیدل په هند کې په پراخه کچه د خلکو غوصي او تند غبرګونونه راوپارول. د پیښې قرباني ۲۳ کلنې نجلۍ له پيښې وروسته، په روغتون کې وروسته له دیارلسو ورځو ساه ورکړه.

د یورو نیوز د تیر کال اکتوبر میاشتې د یوه رپوټ له مخې په پلازمینه دهلي کې یوازې په یوه ورځ کې پر دوو کم عمر لرونکو نجونو باندې جنسي تیري ترسره شول، چې په هغو کې یوه یې دوه نیم کلنه وه.

په لمړنۍ قضیه کې یوه دونیم کلنه نجلۍ د دهلي ښار په لویدیځه برخه کې له کوره تري تم او بیا درې ساعته وروسته له یوه پارک څخه وموندل شوه. دغه نجلۍ د جنسي تیري د ترسره کولو وروسته په بیهوشه حالت کې پارک کې پریښودل شوې وه.

په دوهمه پیښه کې څو تنه نارینه و پر یوې پنځه کلنې نجلۍ جنسي تیري کړي وو. دغه پیښه د دهلي ښار په ختیځه برخه کې رامنځ ته شوې وه چې پولیسو یې په تړاو درې کسان نیولی ول.

په هندوستان کې د ۲۰۱۳ کال د جنسي تیري تر پیښې وروسته د دغې پدیدې پر ضد حساسیت ډیر زیات شوی دی او له همدې کبله کیدای د سلمان خان د څرګندونو پر وړاندې غبرګون هم ډیر پراخ وو.

سلمان خان اوس د بالییوود نورو فلمي اداکارانو سره یوځای «د فلم نړیوالې اکاډیمۍ د جایزې» په مراسمو کې د ګډون په موخه، د هسپانیې په پلازمینه مادرید کې دی.

د پنجشنبې په شپه کله چې سلمان خان وینا کوله، د یوې ښځې له خوا د هغه پر وړاندې په لوړ آواز داسې نیوکې وشوې: « نه نه، نور بس دی». سلمان خان د دغه وضعیت په ځواب کې وویل: «پوهیږم چې وخت زیات دی خو زه مې خبرې لنډوم، ژر ژر خبرې کوم.»

دغه میرمن د سلمان خان پر وړاندې له غبرګون ښوولو څخه وروسته د حاضرینو او هندي خبریالانو له ستاینې سره مخامخ شوه.

سلمان خان د «فلم نړیوالې اکاډیمۍ د جایزې» په فیستیوال کې د «تر ټولو ښه اداکار» په کتګورۍ کې د ۲۰۱۵ کال محصول «بجرنګي باهي جان» فلم له پاره نوماند شوی دی.

په دغه فلم کې د یوې شپږ کلنې پاکستانۍ نجلۍ کیسه په تصویر راوستل شوي، چې په هند کې له خپلې کورنۍ څخه لا درکه کیږي او د سلمان خان کرکتر بیا له هغې سره مرسته کوي چې یو ځل بیا له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.. داسې تمه کیږي چې دغه فلم دې «د فلم نړیوالې اکاډیمۍ د جایزې » فیستیوال ګټونکی شي.

دا لومړی ځل نه دی چې سلمان خان د خپلو څرګندونو او یا هم کړو وړ له کبله د ځان له پاره جنجال رامنځ ته کوي. هغه یوازې تیر کال په خپل موټر د یوه بې وزله سړي د قتل په قضیې کې برأت حاصل کړ. خو سلمان خان پر دې سربیره د نورو تورونو لکه په ناقانونه وسلې د یوې هوسۍ د ښکارولو له قضیې څخه لا هم خلاص نه دی.