1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويجاړوونکی توپان ويتنام ته رسېدلی دی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۰, دوشنبه

د «هييان» په نوم ويجاړونکي توپان چي په فليپين کي يې په زرونو کسان مړه کړل، اوس ويتنام ته رسېدلی دی. نړيوالي مرستي فليپين ته پر لاره دي، خو ستونزي يې په مخکي دي.

https://p.dw.com/p/1AF8j
انځور: Reuters

د هييان ويجاړوونکي توپان چي سرعت يې ضعيفه سوی دی د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۱۱) سهاروختي د ويتنام سواحلو ته ورسېد. د امريکا متحده ايالاتونو د توندو بادونو د خبرداري مرکز (JTWC) ويلي دي چي توپان د ويتنام د پلازمېني هانوی په ۱۶۰ کيلومترۍ کي ساحلي سيمو ته رسېدلی دی.

د هوا پيژندونکو په خبره د توپان سرعت اوس په ساعت کي۱۲۰ کيلومتره دی خو بيا هم نزدې ۶۰۰۰۰۰ انسانان خوندي ځوايونو ته انتقال سوي دي.

د «هييان» په نامه ويجاړوونکي توپان د شنبې او يکشنبې په ورځو د فليپين پر ختيځو جزيرو لايته او سامار باندي په ساعت کي په ۳۰۰ کيلومتره سرعت باندي تير سو. د سيمه ييزو ادارو په حواله دغه توپان هلته تر ۱۰۰۰۰زيات انسانان وژلي دي.

د نړۍ په کچه خپګان

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما د دغه ناورين په اړه خپګان ښوولی دی او له فليپين سره يې د اضافي مرستو اعلان کړی دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله د ۵۰۰۰۰۰ يورو بېړنيو مرستو اعلان کړی دی. اروپايي ټولني د درو ميليونو يورو مرستي اعلان کړی دی.

د فليپين د دولتي چارواکو په حواله دغه توپان نزدې ۴ ميليونه انسانانو ته تاوان رسولی دی. د توپان او د هغه له کبله را پورته سوو اوبو سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.

د فليپين جمهور رييس بايګنو اقوينو، ويلي دي: «موږ لارښوونه کړې ده چي د انسانانو جسدونه راټول او په ډله ييزه توګه ښخ سي.» هغه زياته کړې ده: «دا ځکه چي دا د روغتيا له پاره خطر دی.» اوس بايد له ژوندي پاته سوو سره مرسته وسي.

ستونزمنه مرسته

د ملګرو ملتونو د راپور له مخي اوس هم ډېر خلک د څښاک پاکي اوبه، خوارکي مواد او درمل نه لري. اوس په هغو سيمو کي چي توپان ځپلي دي نړيوالي مرستي پيل سوي دي. خو مرسته کوونکی شکايت کوي چي ځپل سوو سيمو ته د مرستو رسول ستونزمن کار دی. د هغوی په خبره هوايي ډګر نسته، لاري خرابي دي او پلونه له منځه تللي دي.

په ساحلي ښار تاکلوبان کي چي نزدې ۲۲۰۰۰ اوسېدونکي لري چور او چپاول روان دی چي دولت هلته د نظم د بيرته راوستلو له پاره پوځ لېږلی دی.