1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ويسا: د مخدره موادو وزارت کندهار له پامه غورځولی

۱۳۹۰ آبان ۳, سه‌شنبه

د کندهار ولايت چارواکي وايي، چي تير کال يې په هغه ولايت کي ۶۵۰۰ جريبه مځکه د کوکنارو څخه پاکه کړه، خو ددغه کښت پرضد وزارت ور سره کړي ژمني عملي نه کړې.« بزگر بايد بيرته و نه هڅول سي.»

https://p.dw.com/p/12yAy
د کوکنارو څخه پاکي سوي مځکي
د کوکنارو څخه پاکي سوي مځکيانځور: AP

کندهار والي ډاکټر پوهنوال توريالي ويسا په کندهار کي د ياد وزارت مرستيال محمد ابراهيم اظهر سره په خبرو کي وويل، چي دغه وزارت بايد د کروندگرو سره د اصلاح سوو تخمونو مرسته وکړي.

« د مسئولينو څخه مو غوښتنه داده چي مواد پروخت باندي راته راورسوي چي زموږ د بزګرانو څخه د کښت وخت تير نه سي او دا روا تخمونه پر وخت باندي کښت کړي او خپلوعيالوته يوه ګوله حلاله ډوډۍ پيدا کړي.»

د ژړۍ، ارغنداب او ميوند ولسوالان ګيله من دي، چي د ولسواليو د کروندګرو سره نه يوازي ژمني نه دي عملي سوي، بلکي تر وخت تيرتخمونه په خپل سر وېشل کيږي، چي دا خپله يوه لويه ستونزه ده.

د ولسواليو د چارواکو په خبره کروندگر بايد دې ته پرې نه ښودل سي، چي يو وار بیا ددغه ناوړه بوټي کرلو ته مخ کړي.

« هغوی ته بايد پر وخت تخمونه ورسيږي او مرستي ور سره وسي. که نه نو مخ نيوی به يې بيا ستونزمن وي.»

د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت مرستيال محمد ابراهيم اظهر په کندهار کي د کوکنارو د ماتولو لړۍ بريالۍ وبلله او ويې ويل، چي وزارت يې له کندهار سره د پنځه سوه زره ډالرو مرسته او فوډ زون پروګرام په پام کي نيولى، چي په دې نزدې ورځوکي به عملي سي.

د نوموړي په خبره تيرکال د نشه يي توکو د کر کيلي او قاچاق په له منځه وړولو کي د کندهار له پاره يو ښه کال ؤ او خداى دي وکړي، چي روان او راتلونکي کلونه همداسي تيرسي:

« په استثنايي ډول د کندهار له ولايت سره پنځه سوه زره ډالره مرسته او فوډ زون پروګرام په پام کي نيول سوی، چي په ډېرنزدې وخت کي به عملي سي.»

کندهارپه سهيل کي يوله هغو ولايتونو څخه دى، چي د نورو کلنو په پرتله د چارواکو په قول تيرکال او روان کال د نشه يي توکو د کر او قاچاق ګراف صفرته نزدې سوى ؤ.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل